تاند- پاکستاني رسنیو نن /یکشنبه/ راپور ورکړ چې وسله وال طالبان په پېښور کې څېړنې پیل کړي څو معلومه کړي د دې ډلې مشر چا وژلی دی.

داعش یا د اسلامي دولت وسله والې سختدریځې ډلې ویلي چې د طالبانو د پېښور د شورا مشر مولوي داوود جلیل یې وژلی دی.

دي نیوز ورځپاڼې لیکلي چې مولوي داوود جلیل د طالبانو د پېښور د کمیسیون مشر و او د پنجشنبې په ورځ پېښور ښار ته څېرمه ووژل شو.

پر مولوي جلیل په حمله کې د طالبانو یو بل مشر ملا خاکسار هم ووژل شو او یو بل ملګری یې ټپي شو.

دي نیوز وايي چې مولوي داود جلیل په ۲۰۰۱ م کال د امریکا په مشرۍ د نړیوال ايتلاف له حملې وروسته د طالبانو د کابل والي شو، وروسته په پاکستان کې ونیول شو او څه موده بندي و.

د ورځپاڼې د راپور پر اساس جلیل له خوشي کېدو وروسته بیا له طالبانو سره یوځای شو.

دي نیوز وايي چې تراوسه لا څرګنده نه ده چې جلیل په رښتیا چا وژلی دی؛ د دې پېښې د څرنګوالي په اړه تحقیقات روان دي.

په عین حال کې داعش یا اسلامي دولت وسله والې سختدریځې ډلې ویلي چې جلیل دوی وژلی دی.

تر دې پخوا پاکستان او طالبانو په ځلونو د افغانستان د ملي امنیت ځواکونه په پاکستان کې د طالب مشرانو په ترور تورن کړي دي.

One thought on “طالبانو په پېښور کې د خپل کمیسیون د مشر د ترور په اړه تحقیقات پیل کړل”
  1. I know you will not publish it but in actual fact he is killed by Pakistan as Pakistan does not want people who they think Afghan can come around him.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *