تاند، سه شنبه، د اسد ۲۹مه: د کورنیو چارو وزارت وایي، طالبانو نن سه شنبه سهار د کابل شکردرې ولسوالۍ کې د نجونو یو ښوونځی سېځلی دی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي تاند ته وویل، پېښه بویه زار کلي کې شوې ده: (( طالبانو او د علم دښمنانو نن سهار وختي د ښوونځي ملازم تړلی او بیا یې د بویه زار د نجونو ښوونځي ته اور اچولی دی. ))
د رحیمي په خبره، د ښوونځي نوي ۹۰ سلنه برخه سوځېدلیې ده، خو طالبانو لا په دې تړاو څه نه دي ویلي، خو د دغې ډلې تر ولکې لاندې سیمو کې د ښوونځیو د سوځولو پېښې خورا ډېرې دي.
د پوهنې وزارت وایي، د شکر درې د بویه زار ښوونځي د سوځول کېدو موضوع به وڅېړي.
که د دي بدو عامل یې ګرفتار کړ
بیا یې د خلکو مخکې ځوړند پاس په دار کړ
بیا به هیڅ یو خر په دغه لار ولاړ نه شي
که یې دغه خر د سپي په څیر مردار کړ