تاند- وسله والو طالبانو لا هم په کندهار کې د سړک جوړولو کارګر او انجنیران له خپلې ژمنې سره سره نه دي خوشي کړي.

وسله والو طالبانو ژمنه کړې وه چې د سړکونو اونورو ټولګټو پروژو په وړاندې به نه خنډ کېږي خو د تېرې جمعې په شپه یې د کندهار په سپین بولدک ولسوالي کې د کندهار د ښورابک د سړک د پروژې ۴۳۳ انجنیران او کارګر وتښتول چې لا هم د دې ډلې له لوري برمته دي.

د ښورابک د سړک جوړلو  شرکت (افغان صداقت) مسوول، نن یکشنبه/ له وسله والو طالبانو وغوښتل چي تښتول دا ۴۳ کارګر او انجنیران خوشي کړي .

مخکې ویل شوي وو چې په تښتول شویو کې ۱۰ تنه انجنیران او ۲۰ ساتونکي دي خو وروسته څرګنده شوه چې ټولټال ۴۳ تنه تښتول شوي چې ۱۰ یې انجینران او پاتې عادي کارګر دي.

د دغو انجنیرانو د برمته کولو په مهال وسله والو طالبانو د افغان صدارقت خصوصي  شرکت وسایل ویجاړ کړي او دې کمپنۍ ته یې زیات مالي زیان هم اړولی دی.

د کندهار امنیتي چارواکي وايي چې طالبانو برمته د بلوچستان ایالت ته لېږدولي دي. د کندهار د والي ویندوی داوود احمدي ویلي چې طالبانو تښتولي کسان د بلوچستان ګلستان سیمې ته بېولي دي.

ده همداراز وویل چې د سپینږیرو په منځګړتوب هڅه کېږي چې طالبان د دغو کسانو خوشي کولو ته وهڅول شي.

طالبانو تراوسه پورې نه دي ویلي چې ولې یې دا کسان تښتولي او یا یې چیرې بیولي دي.

3 thoughts on “طالبانو په کندهار کې د سړک جوړولو تښتولي انجنیران او کارګر بلوچستان ته لېږدولي”
  1. ګناه یې دا وه چې سرکونه یې پخول او په افغانستان کې یې آبادي کوله
    هی شرمېدلو

  2. دخپلو پنجاپی بادارانو په امر دا کار شوی
    بی شرمه او بی حیا خلکو

    د ۴۰ کلونونه خپل وطن ورانوی او تاسی کښی
    نه مسلمانی شته نه غیرت

  3. طالبانو ته به یی ټيکس نه وه ورکړی دا د پښتو متل دی چه میښه ځوروی نو کټی یی ځوروه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *