تاند- د دولت وسله والو مخالفانو نن /دوشنبه/ په کندهار ولایت کې ۵ تنه ماین پاکان وژلي دي.
وژل شویو ماین پاکانو له هغې لارې څخه ماینونه پاکول چې ټاکل شوې ده د ټاپي نللیکه پرې وغځول شي.
د کندهار د والي ویندوی داوود احمدي ویلي چې دا کسان د میوند ولسوالي په ملنګ کارېز کې وژل شوي دي.
د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویندوی ضیا دراني نن /دوشنبه/ رسنیو ته وویل، دا پېښه تر غرمې مخکې شاوخوا ۱۰ بجې په میوند ولسوالي کې شوې ده.
درانی وايي چې یو بل ماین پاک د وسله والو طالبانو له لوري تښتول شوی دی.
طالبانو تېر کال ادعا کړې وه چې نه یوازې د ټولګټو پروژو مخه نه نیسي بلکې په ساتنه کې یې برخه اخلي.
د اجرايي رييس یوه ویندوی جاوید فیصل پر دې حمله په غبرګون کې ویلي«وسله وال طالبان د ټولو افغانانو دښمنان دي او هغوی به ملي پروژو ته په تاوان اړولو او د هرراز بربریت او وحشت په کولو کې هیڅ هڅه ونه سپموي.»
طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي خو افغان چارواکي وايي چې طالبان عموماً د خپلو هغو حملو په اړه خوله پټوي چې ملکیان یې په نخښه کړي وي.
دې ډلې تراوسه پورې د جلال اباد او هلمند پر لوبغالو د حملو مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.
افغان کتونکي او ځینې چارواکي باور لري چې ایران د افغانستان له لارې د ترکمنستان د ګازو د نللیکې له تېرېدو او په افغانستان کې د بندونو د پروژو له جوړېدو سره دښمني د وسله والو طالبانو په وسیله کوي.