تاند- په کندوز کې چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو ۳ بسونه په لاره درولي او په لسګونو سپرلۍ یې یرغمل کړي دي.
د کندوز د والي ویندوی عصمت الله مرادي وویل، دا کسان نن /دوشنبه/ سهار هغه مهال وتښتول شول چې دوی له تخار ولایت څخه پلازمېنې کابل ته روان ول.
مرادي زیاته کړه«بسونه طالب جګړه مارو ودرول، په هغو کې سپاره کسان یې په زوره کښته کړل او نامعلومې خوا ته یې په مخه کړل.»
د کندوز د والي ویندوی د طالبانو له لوري د تښتول شویو سپرلیو د دقیق شمېر یادونه ونه کړه خو نور راپورونه وايي چې دې ډلې لږترلږه ۱۰۰ تنه سپرلۍ برمته کړي دي.
خو د کندوز د ولایتي شورا غړي او دغه راز د تخار چارواکي وايي چې ټولټال ۱۴۹ تنه سپرلي د طالبانو له لوري تښتول شوي دي.
طالبانو دا کسان په داسې ورځ یرغمل کړل چې د افغانستان ولسمشر پرون له طالبانو سره ۳ میاشتنی مشروط اوربند اعلان کړ. اوربند له نن څخه اجرا کېږي.
د کندوز د ولایتي شورا ريیس محمد یوسف ایوبي وايي چې دا کسان د کندوز په خان اباد ولسوالي کې یرغمل شوي دي.
د تخار امنیه قوماندان عبدالرحمان اقتاش وايي چې د بسونو سپرلۍ د بدخشان او تخار ولایتونو اوسېدونکي دي او هغوی غوښتل چې کابل ته لاړ شي.
طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.