تاند- وسله والو طالبانو له بدخشانه کابل ته له یوه تلونکي بس څخه ۴۷ تنه کوز کړل او لږترلږه ۴۰ تنه یې برمته کړل.
راپورونه وايي چې دا کسان، چې شمېر یې ۴۷ تنه وو، د کندوز ولایت په باغ میري سیمه کې له بسه کښته کړای شوي خو ۷ تنه یې په تېښته بریالي شوي دي.
تر دې یوه اوونۍ وړاندې طالبانو دوه ځلي د کندوز په خان اباد ولسوالي کې د بسونو په لسګونو سپرلۍ برمته کړي ول.
په لومړۍ پېښه کې، چې د مې په دېرشمه وشوه، طالبانو له بسونو ۲۰۰ تنه کوز کړل، اکثره یې وروسته خوشي کړل خو ۱۲ یې ځای پر ځای ووژل. ۸ تنه لا هم بې درکه دي او د مرګ و ژوند حال یې څرګند نه دی.
دوهمه پېښه د جون په لومړۍ وشوه. په دې پېښه کې له ۲ بسونو ۲۵ تنه برمته کړای شول.
آیا طالیبه ته خرڅ شوی یی، بی دینه اوروژه خور یی ، آیا طالیبه ته غیرمسلم او پاکستانی یی، آیا طالیبه ته بی غیرته اوبی همته یی، آیا طالیبه ته بی پلاره، بی موره، بی ځویه، بی لوره او بی خپلوانویی.
نوطالیبه که چیرته دی ځواب( وو) وی، نوبیدار شه اودخپل بادار ناوړه دنده پرمخ وړه.
اوطالیبه که چیرته دی ځواب (نه) وی، نو بیا مسلمان او آدم ذاتی خوداکار نه کوی.
دخدای په خاطرکه مسلمانان یاست دغه بی دفاع او مظلوم انسانان دبرمتی څخه آزاد کړی، برمته اودبرمته کوونکو وژنه ډیر بی غیرته اوغیردینی کار دی.
دا چه۲۰۰ بی دفاع افغانان تاسو په کندوز کی څو ورځی مخکی برمته کړی وه، اوبیا مو ۱۷ کسان تری ووژل، اوس مو ۴۰ په حقه روژه کی نور برمته کړیدی، چه ددغه بیچاره ګانو سرنوشت به څه وی؟
همداسی دپکتیا اوکندهار په لاره مو ۱۱ کسان هم تیره شپه په ډزو وژلی دی.
د غزني د والي وياند جاوېد سالنګي د غبرګولي په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې څلور ورځې مخکې وسله والو مخالفینو ۱۱ کسان چې له پکتیکا څخه کندهار ته پر لاره وو، د غزني په مربوطاتو کې له موټرو ښکته کړي وو.
هغه وايي چې طالبانو تېره شپه ناوخته ياد کسان د اندړو ولسوالۍ په کمال خېلو سيمه کې پر ډزو وژلي دي.