طالبان ځان مجاهدین ګڼي او د اسلام په نوم د اسلام مبارک دین ،د دغه مبارک دین  له پپروانو او د لوی څښتن تعالی له مخلوق سره څرګنده دښمني کوي.

طالبانو په ۱۳۹۴ کال کې پر کندوز حمله وکړه، صرف ددې لپاره چې د کندوز په مرکزي چوک خپل بیرغ ودروي له ۱۰۰۰ زیات ملکي او نظامي هېواد وال له تیغه تیر کړل او هم يې سلګونه پلویان د کندوز ښار په واټونو، ویالو او لارو کې وشیندل شول.

د ۱۳۹۵ کال په اوږدو کې هم وسلوالو طالبانو یو ځل بیا د کم وخت لپاره پر کندوز ښار ولکه ټینګه کړه او په دغه وار يې هم خلکو او ښاریانو ته د مالي تاوانونو له اړولو ور اخوا ۴۰۰ سوه بې دفاع هېواد وال او نظامي ځواکونه د خپل ځان په وینو رنګ کړل او دخپلو مړو د جسدونو په وړلو عاجز شول.

دوی یوازې دخپل بیرغ دیوې شېبې رپولو لپاره په کندوز ښار کې په ښځو، ماشومانو، سپينږیرو،ځوانان، د مدرسو او ښوونځیو په زده کوونکو او عامه خلکو هیڅ ډول رحم ونکړ، سوداګریز مارکیټونه او هټۍ يې لوټ او د اور خوراک کړي او هم يې په دغه ځوریدلې خاوره د وحشت او دهشت سیوری خور کړ.

د ۱۳۹۸ کال په لومړیو کې يې یوځل بیا د کندوز په څنډو حملې وکړې او غوښتل يې د تیر دوه ځله سقوط ویجاړۍ او بربادۍ تکرار کړي،خو له نیکمرغه  ونه توانیده، پر دغه مهال طالبانو  بیا هم له سلو زیاتې کندوزې کورنۍ د غم په ټغر کینولې ، چې د اتلو ځواکونو په مرسته د لانورې بربادۍ مخه ونیول شوه.

دا دی په څلورم ځل طالبان له درې څلورو ورځو راپدیخوا پر کندوز ښار حملې او بریدونه  کوي، ان دا ځل يې هم پښه تر مرکزې سیمو ورسیده خو له ښه بخته بیرته وشړل شول. خو د خدای ج دمخلوق سره په جنګ دغې ناروا ډلې خپل جنایتونه په همدې ځای بس نکړل، په دوه پرلپسې ځانمرګو بریدونو کې يې لسګونه ملکیان او نظامیان له خوږ ژوند بې برخې کړل او په دې سره يې خپل بادار خوشاله کړ.

هسې خو په دې خاوره د وحشت، دهشت او بربریت هېڅ دریغ نه دی شوی ،خو طالب چې د کندوز په خاوره کوم ظلم کړی د بشریت په تاریخ کې ساری نه لري، په دغه تاریخي او سرسبز ولایت کې نښلونکي لارې ددوی له امله ویجاړې شوي او لويې پلونه  نړول شوي دي.

زه په ۱۳۹۷ او ۹۸ کال کې په کندوز کې وم، یوه ورځ له یوې نادرې خبر شوم، طالبان دشپې په ۱۲ بجو دیو کور دروازه ټکوي، د کور مالک یو بې وزله بزګر دی، دوی( طالبان) ۱۵تر ۲۰ پورې کسان دي، دکور مالک ته وايي چې هله موږ ته ډوډۍ را کړه، د کور مالک په ویریدلي حالت کې کورته ننوزې ،ګورې چې میرمنه يې په اولاد مریضه ده او ډوډۍ نشي تیارولي، سړی رازې طالبانو ته سوال او زارۍ کوي چې د خدای لپاره میرمنه مې مریضه ده او ډوډۍ نه شي تیارولي موږ معاف کړی، دوی پورته کیږي او  بې وزله بزګ تر مرګ وهي او کورته په ننوتو يې میرمن په ګولیو غلبیل کوي، چې په دې سره مور او ماشوم دواړه لمنځه وړل کیږي.

دا د دوی د وحشت او بربریت یوازې درې څلور بیلګې وې، داسې په ډير وې چې نه رسنیزې شوې او نه يې چا دویلو لپاره خوله خلاصه کړه.

زموږ توقع له مرکزی دولت څخه داده چې په دغه بې رحمه ډله رحم ونکړي او په لاس کې شته ټول امکانات ددغو غلاماتو دلمنځه وړلو لپاره په کار واچوي او کندوز وژغوري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *