تاند- وسله والو طالبانو د کندوز ښار په شمال کې د الچین پُل نړولی او نه یوازې له تاجکستان بلکې له درو ولسوالیو او شېرخان بندر سره یې د دغه ښار ارتباط پرې کړی دی.
له تېرو څو ورځو راهیسي په الچین سیمه کې، چې ښار ته نژدې ده، د دولتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښتې روانې وې.
شاهدان او چارواکي وايي چې طالبانو د الچین پُل، چې کندوز ښار له شېرخان بندر، ارچي، امام صاحب او قلعه زال ولسوالیو سره نښلوي، ویجاړ کړی دی.
وسله والو طالبانو په وروستیو کې د خپل پخواني سیال احمد شاه مسعود د تاکتیک خپل کړی او د پُلونو نړولو ته یې زور ورکړی دی.
د نوي یمې لسیزې په وروستیو کې احمد شاه مسعود د طالبانو د پرمختګ د مخنیوي لپاره په سالنګ کې ګڼ پُلونه ونړول.
په وروستیو کې طالبانو په لغمان او هلمند کې هم څو پُلونه نړولي دي.

طالبانو د الچین پُل وروسته له دې ویجاړ کړ چې خان اباد ولسوالي یې له نیولو څو ساعته وروسته د درنو مرګ ژوبلو له زغملو سره یوځای له لاسه ورکړه.
د الچین پُل د کندوز ولایت یو مهم پُل دی.
پر دغه پله، چې ۳۰۰ متره اوږدوالی یې درلود، د ورځې په سلګونو شخصي، باري او کرايي موټرونه درو ولسوالیو او شېرخان بندر ته تلل – راتلل.
طالبانو د ویجاړ کړي پل ترڅنګ د الچین په کلي کې مورچې نیولي او له هغه ځایه د سړک لور ته ډزې کوي.
د طالبانو له لوري د خان اباد او د الچین د سیمې د نیولو په نتیجه کې په سلګونو کورنۍ بې ځایه شوي دي.
تور پنجاب یې راوړ د کابل پر زړه یې کېناوه
اوس به د جومات حرامي دې انجام ته څه وایي