تاند، سه شنبه، د میزان ۳۰مه: د کندوز ولایتي شورا وايي، طالبانو په علي اباد ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر پوستو برید کې ۱۴ سرتېري وژلي دي.
د ترکیې انادولو اژانس د کندوز د ولایتي شورا د مرستیال صفي الله امیري له قوله لیکلي چې تېره شپه طالبانو په ارزبیګي سیمه کې پر افغان پوستو بریدونه کړي چې په ترڅ کې یې د یوې پوستې قومندان هم وژل شوی دی.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد هم د پېښې تایید کړی دی خو په ټولنیزو رسنیو کې یې ادعا کړې ده چې دغه برید کې ۲۰ پولیس وژل شوي دي او لویه اندازه وسله یې طالبانو وړې ده.
کندوز له تاجکستان سره په پوله پروت ولایت دی چې طالبانو یې په لومړي ځل دغه ولایت کې سره قطعه رامنځته کړه او اوس دا قطعه په ګڼو سیمو کې د عملیاتو لپاره استوي.
ویل کېږي چې د کندوز طالبان د سرې قطعې لپاره په تاجکستان کې روزنیز کمپونه او د موټرو او وسلو د ترمیم ورکشاپونه لري.