تاند- د کندوز ولایت امنیتي چارواکي وايي، وسله والو طالبانو په دغه ولایت کې ۲۰ تنه د عشر و زکات د نه ورکولو په خاطر وژلي او ۱۰ نور ژوبل کړي دي.

د ایران د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې د کندوز د امنیې قومندانۍ ویندوی سید سرور حسیني نن /دوشنبه/ وویل چې په وروستیو کې وسله وال طالبان د دغه ولایت په مختلفو سیمو کې د زکات او عشر د ټولولو لپاره په کلیو ګرځي او په زوره له خلکو عشر و زکات غواړي.

د حسیني په وینا یو شمېر طالبانو هغه وخت پر خلکو ډزې وکړې او شل تنه یې ووژل چې هغوی طالبانو ته د زکات او عشر له ورکولو ډډه وکړه.

د حسیني په وینا د طالبانو په ډزو ۱۰ تنه نور ژوبل شول.

ایرنا خبري اژانس نه دي ویلي چې دا پېښه د کندوز ولایت په کومه سیمه کې شوې ده خو د حسیني له قوله یې ویلي چې له پېښې وروسته بېرېدلیو کلیوالو کور اور پرې ایښی دی.

د کندوز د امنیه قومندانۍ ویندوی دا هم ویلي چې پرون /یکشنبه/ افغان امنیتي ځواکونو د پېښې په سیمه کې عملیات وکړل او تراوسه پوري یې ۱۶ تنه وسله وال طالبان وژلي دي.

ده همداراز ویلي چې د طالبانو تر بشپړې تصفیې پوري به عملیات دوام وکړي.

د کندوز ارچي ولسوالي او د چهاردرې ولسوالۍ ځینې سیمې ناامنه ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *