تاند- د پاکستان (دي نیوز) انګلیسي ورځپاڼې په کوټه کې د افغان طالبانو د مشرتابه شورا د سرچینو په قول لیکلي چې په وروستیو ورځو کې د دې تحریک دوه مهم مشران، چې د کوټې شورا او د ملاعمر نژدې کسان ول، وژل شوي دي.

که څه هم د زابل د اوسېدونکي ملا نور الله هوتک د وژل کېدو خبرونه پخوا خپاره شوي ول خو د کوټې شورا اوس حاضره شوې چې د نوموړي وژل کېدا تایید کړي.

دي نیوز وايي، د طالبانو مهمو مشرانو په کوټه کې د دې ورځپاڼې خبریال ته ویلي چې ملا نور الله د ناپېژندویو وسله والو له لوري د کوټې په بای پاس روډ کې ووژل شو او له دې پېښې څو ورځې وروسته ملا عبدالمالک وویشتل شو.

د طالبانو سرچینو دي نیوز ته ویلي چې ملا نور الله هوتک د طالبانو د کوټې شورا غړی او په زابل کې د طالبانو د تحریک والي و.

سرچینې ویلي چې ملا هوتک په اصل کې د زابل اوسېدونکی و خو له تېرو څو کلونو راهیسي کې له خپلې کورنۍ سره په کوټه کې اوسېده.

د طالبانو د شورا یوه غړي، د نوم د نه ښوولو په شرط (دي نیوز) ورځپاڼې خبریال ته ویلي چې ملا عبدالمالک د کوټې ښار په لمنه کې په نوي کلي کې ویشتل شوی دی.

ملا عبدالمالک د طالبانو د هغه کمیسون غړی و چې د دې ډلې جګپوړي کسان ټاکي.

نیوز ورځپاڼه وايي چې د ملا عبدالمالک وژونکي وسله وال ډېر ښه روزل شوي کسان ول ځکه چې نوموړی یې له خپلو درو ساتونکو سره وواژه او په خپله په تېښته بریالي شول.

ملا عبدالمالک د اروزګان ولایت د چارچینو ولسوالۍ اوسېدونکی و. د طالبانو قومندانانو ویلي چې دواړه وژل شوي کسان د دوی لپاره مهم ول خو هوتک ملا عمر ته ډېر نژدې کس ګڼل کېده.

طالبانو ادعا کړې چې په پاکستان کې د دوی قومندانان د افغانستان د ملي امنیت د کسانو له لوري وژل کېږي.

خو په دې منځ کې داسي راپورونه هم شته چې ممکن دا کسان د پاکستان استخباراتو یا په خپله طالبانو وژلي وي.

وژل شویو کسانو د سولې له عالي شورا سره پټې کتنې کړي

د پاکستان د نیوز ورځپاڼه وايي، داسي راپورونه شته چې ملا نور الله هوتک او ملا عبدالمالک د افغانستان د سولې د عالي شورا له غړیو سره په پاکستان کې په پټه لیدلي دي.

طالبان دا خبره ردوي

طالبان وايي چې د عبدالمالک له وژلو کېدو وروسته دوی د کوټې په نوي کلي کې یو تن په شک ونیوه او هغه د نور الله هوتک او عبدالمالک په وژلو کې په لاس لرلو اعتراف وکړ.

طالب قومندانانو دي نیوز ته همداراز ویلي چې نیول شوي کس د تحقیقاتو په لړ کې اعتراف وکړ چې په یوه بله ودانۍ کې څلور نور افغانان هم ورسره ملګري ول. طالبانو د دغه کس د اعترافاتو پراساس پر ودانۍ برید وکړ او څلور واړه یې ونیول.

طالبان وايي چې له نیول شویو کسانو سره یې مدرنې وسلې، مهمات او پیسې وموندلې.

په کوټه کې د طالبانو یوه قومندان دي نیوز ورځپاڼې ته ویلي چې طالبانو ټول نیول شوي کسان اعدام کړل او مړي یې د کوټې په یوه واټ کې وځړول.

ده همداراز وویل چې د وژل شویو کسانو مړي لا هم ځړېږي او هیڅوک نه دي حاضر شوي چې انتقال او ښخ یې کړي.

د کوټې د شورا غړي او طالب قومندان، چې نوم یې دي نیوز نه دی اخیستی، همداراز وویل:«د تحقیقاتو په ترڅ کې نیول شویو کسانو وویل چې کوټې ته تر لېږل کېدو مخکې دوی ته د افغانستان استخباراتي ادارې (د افغانستان د ملي امنیت ریاست) پوره روزنه ورکړه او د دغو قومندانانو د اوسېدو د ځای په اړه یې معلومات ورکړل. دوی وویل چې د افغانستان استخباراتي ادارې د دې کار لپاره پیسې ورکړې. د دوی په وینا نور کسان هم د طالبانو د مشرانو او قومندانانو د وژلو لپاره پاکستان ته لېږل شوي دي.»

په کوټه کې، چې د طالبانو د امارت مرکز ګڼل کېږي، د (دي نیوز) د راپور له مخې د دغو دوو طالب قومندانانو تر وژلو کېدو مخکې د طالبانو په وینا د دوی یو بل مهم غړی شېخ عبدالاسلام هم وژل شوي و.

نوموړی سخت ټپي شوی و او وروسته یې ساه ورکړه.

د طالبانو سرچینې وايي وسله والو کسانو په کوټه کې د دې ډلې د لغمان والي هم ویشتی او سخت یې ټپي کړی دی.

د طالبانو د لغمان والي شهید خېل، چې ژوندی پاتې شو، تورن دی چې د افغانستان د ملي امنیت د ریاست د پخواني مرستیال ډاکتر عبدالله په وژلو کې لاس لري.

دي نیوز وايي چې شهید خېل لا هم سخت ټپي دی خو په کوټه کې تر درملنې لاندې دی.

ورځپاڼه د طالب مشرانو په قول وايي چې وروستیو وژنو د دې ډلې مشران اندېښمن کړي دي.

6 thoughts on “طالبانو په کوټه کې د خپلو قومندانانو وژنې تایید کړې”
  1. وایی په یوه سړی خپله ښځه زوره وره وه او له ډاره به یی خبری هم نشوی کولای. کله به چی ډیر په قهر وو نو ویل به یی چی یا زه نه وای ، یا زه مه وای. کوم چا تری وپوښتل چی ولی داسی وایی . ده ورته وویل که ووایم چی یا زمه نه وای ، یا ته نه وای . نو بیا ښځه می نوره هم په قهر کیږی او ماته وایی چی زه دی ولی یاد کړم.
    اوس زمونږ په طالبانو هم دا کانه شویده او دا نشی ویلای چی یا مونږ نه وای یا آی اس آی نه وای که ووایی نو بیا هغوی په قهر کیږی. نو ښه به دا وی چی ملامتی په افغان امنیتی ارګانو ور وتپی.

  2. سلامونه اونیکې هیلې ټول افغان ته؛؛؛
    دیو سړی کور کې غوا لنګه سوې وه خوسۍ یې زیږولې وه خو د سړی کور د پاڼ (کمر)په غاړه پروت وه دې خوسۍ به پورته پورته ګامونه(ټوپونه) وهل سړی خپلې ښځې ته مخ ور واړوو چې ښځې زه د باندی ځم پدې خوسۍ دی پام وې چې له کمر نه لاندی ونه لویږې خو چې کله سړی کورته راغی چې ګوری خوسۍ نسته له ښځې یې و پوښتل چې خوسۍ چیرې؟ ښځه یې ورته وایې چې سړه یه دخدای رضآ وه هغه خو دکمر لاندی ولویده؛ سړی ډیر خفه سو او په غوسه یې ښځې ته وویل چې دپلیتي لورې ما خو له خدای نه مخکي درته وویل چې خوسۍ لویږې خو پام به دی کاوه!!!!! موږ خو طالبانو ته په کراتو کراتو لا ډیر پخوا ویلي وه چې پنجاب صرف اینګلیس ته وفاداره ده نورله هیڅ چا سره وفا نه کوي !! دوي(پنجاب) دافغانستان د ورانولو او تر واک لاندی راوستلو لپاره مختلیفې پروژې په کار اچوې!!! زه به یو څو در په یاد کړم ۱، د داودخان په خلاف د کابل په پوهنتون کې محصلین را پرته کول او بیا یو څه محصلین (چې بیا وروسته رهبران سول)پیښور ته بلل۰ ۲، ټول جهادی رهبران روزل او بیا د داودخان په خلاف ګرمه جګړه پیلول!! د ذلفقار بهټو مسکو ته سفر کول او روس د داود خان په اړه بد ګمانه کول،؛؛ چې بیا وروس له داودخان سره خپلې اړیکې پري کړې او داودخان يې له خپلې کورنې سره شهید کړ!!!! ۳، رهبران په وه ډلو ویشل او یو پر بل بد ګمانه کول۰ داسی ډیرې بیلګې سته خو هوښیار ته ِاشاره۰

  3. د پاکستان استخباراتي اداره له طالبانو د استعمال وسیله جوړه کړیده د استعمال په وخت کې یې استعمالوي او کله چې له کاره ولویږي نو بیا یې له منځه وړي خرڅوي یې
    ای ایس ایه دوې ګټې د وکړې یو د خیر ټول کړو بل د وکړل دیده نونه!

  4. تر څو پوری چی دا د (ای ایس ای) او (سی اییی ای) غلامان د افغانانو په سر سودا ته تیار وی او ددوی لپاره د بی ګناه افغانانو وینی صرف د یوه جوړه کرمچ بوټو او یایوه جوړه کالیو په مقابل کی تویوی نو دوی به هم ژوندی وی او ګرځی به. او که کله یی هم دغه کفری باداران پری پوه شو چی نوکر مو اوس سرکشی کوی او زمونږ رازونه افشا کوی بیا یی نو الحمد الله په خپل لاس نر غوندی په دی بی غیرته ککره مرمی ور پوری کی. او شکر بیا یی څوک پوښتنه هم نشی کولای. لکه د حقانی ورور چی د ای ایس ای په لاس په دی ککره یی مرمی ورپوری کی او همداسی چی دغه غلامان یی چی په دغه راپور کی یاد شوی دی. داسی حال ددی ټولو بی چاره ګانو ده. څه وکی مجبور دی چی د یو بی ګناه افغان وینی توی کی خو خپل سر تر هغو بچ وساتی تر څو چی یی کفری پنجابی باداران غواړی.

  5. سلام و ټولو ویونکو ته!
    زما په نظر کی چیری د افغانستان ملی امنیت دومره پیاوړی سی چی د پولی ها خوا داسی عملیات تر سره کړی دا به ویاړ وی د افغانانو لپاره. خو که چیری دا کړینی د بل وی او هسی افغانان پکښی بدنامه کیږی او د دی څخه د یو وسیلی په توګه کار اخیستل کیږی بیا نو باید افغان اولس پوه سی چی موږ لا تر اوسه د بل د لس آله یو.

  6. زه اوس مهال په کوټه کی یم داتاسی چی کم راپورخپورکړی داسم نیمی درواغ دی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *