تاند، یکشنبه، د قوس ۱۷مه: د فاریاب چارواکو تایید کړه چې د دې ولایت د ځانګړو ځواکونو قومدان محمد خان احمدي په بلخ کې د طالبانو په یو کمین کې وژل شوی دی.
د فاریاب د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالکریم یورش تاند ته وویل، پېښه نن له غرمې وړاندې په شولګرې ولسوالۍ کې شوې ده او محمد خان احمدي له خپل یو ساتونکي سره په کې وژل شوی، خو بل ساتونکی یې ژوبل دی.
ښاغلي یورش زیاته کړه: (( د ځانګړې قطعې قومندان څو ورځې وړاندې د خپل پلار د جنازې لپاره کلي ته تللی و او نن سهال له شولګرې څخه فاریاب ته راروان و چې په لاره کې ورته طالبانو کمین نیولی.))
طالبانو لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د بلخ په ګڼو سیمو کې طالبان فعالیتونه کوي.