تاند، شنبه، د حوت ۲۴مه: د کندوز چارواکو تایید کړه چې طالبانو له دغه ولایت څخهد کیهان سیمه ییزې راډیو مسوول مدیر نور رحیم عاطف له یو بل همکار سره یو ځای تښتولی دی.
د کندوز د والي ویاند عصمت مرادي تاند ته وویل، پېښه تېره ورځ جمعه د دشت ابدان سیمه کې شوې ده.
نوموړی وايي، دا سیمه د طالبانو تر ولکې لاندې ده او ښاغلی عاطف سیمې ته له یو پولیس ملګري سره روان و چې د طالبانو په ناڅاپي چک پواینټ برابر شوي دي: (( طالبانو د دوی موټر درولی دی، پولیس یې ځای پر ځای په ډزو وژلی دی او ښاغلی عاطف یې له بل ملګري سره یو ځای نامعلوم ځای ته تښتولی دی.))
کندوز د هیواد په شمال کې ناامنه ولایت دی او طالبان اکثره مهال دغلته له موټرو څخه خلک ښکته کوي، مګر د اورکم له مودې راهیسې یې دا دویم خبریال دی چې برمته کړی دی.
تر دې وړاندې طالبانو په زابل کې د عیس محمد په نوم د ملي راډیو تلویزیون خبریال تښتولی و.