[email protected]

د طالبانو د دوهم مشر له وژل کیدو وروسته د دوي مشرتابه ټاکنو څخه په کره ډول دا څرګندیږي چې اوس د رهبرۍ لپاره د طالبانو امارت کومه روښانه لار نه لري او نه هم د وړ کس ټاکلو زړورتیا او وړتیا لري. تر دې وړاندې طالبانو د حقاني شبکې سره له دې امله نه پالل چې د دوي تر دریځ سخت دریځي وو او له پیله بیا تر اوسه یې د پاکستان په غوښتنه او امر بریدونه او نورې هر ډول کړنې تر سره کولې او د هر خونړي برید پړه مخکې له دې چې طالب ویاند یې په غاړه واخلي د حقاني شبکې به یې پړه پر غاړه واخیسته.

بل لور ته د حقاني شبکې د اکمال اصلي سرچینې د پاکستان استخباراتي اداره او پوځ دی، نو له همدې امله زورور او دې زورورتیا په ځان غره او خودخوا کړي دي او له پیله د پخوانیو طالبانو د مشرۍ ړنګولو او د طالبانو امارت د ټولې او هر اړخیزې مشرۍ د ځان کولو په هڅه کې وو، ځکه له دوي سره تر نورو طالبانو یا که لږ وضاحت ورکړم د کوټې شورا طالبانو په پرتله د پاکستان ، چین ، منځنۍ آسیا هیوادونو ترورستي ډلو او عربو مرستې زیاتې دي او دې مرستو ددوي ترورستي فعالیتونه په افغانستان ، منځنۍ آسیا هیوادونو او تر دې چې په عربي هیوادونو کې زیات کړي دي او لا هم د خپل ځان په پراختیا او غښتلتیا لګیا دی.

د حقاني شبکې په لمسون د طالبانو پخواني لوی مشران لکه: ملادادالله ، استاد یاسر او نور د پاکستان لخوا او یا د پاکستان په غوښتنه امریکا ووژل. ځکه ملادادالله امریکایانو وواژه او استاد یاسر هم د حقاني شبکې په لمسون د پاکستان استخباراتو لخوا ووژل شو. تیر نږدې دوه کاله وړاندې د طالبانو پوځي کمیسیون مشر یا د دفاع وزیر ملا رازق په کوټه کې پاکستان لخوا ونیول شو او نظر بند کړل شو؛ ځکه هغه له افغان دولت سره د سولې خبرو اترو ته لیوالتیا ښودلې وه او له دې هوډه یې چې کله د حقاني شبکه خبره شوه نو نیغ په نیغه یې (ISI) ته اطلاع ورکړه او له بل ګام اخیستلو وړاندې یې ونیوه. د طالبانو کوټې شورا په سلګونو مشران کیدای شي تر دې مخکې او یا اوس د سولې خبرو ته لیوالتیا ولري، خو په دوي کې د پاکستان په فشار د حقاني شبکې نفوذ موندلو هره هڅه سبوتاژ کړې ده او لوی لوی خنډونه یې ورته رامنځته کړي دي او د پاکستان په غوښتنه حقاني اوس د کوټې شورا مرستیالۍ ته ورسول شو؛ ګنې د حقاني شبکې غوښتنې تر دې لوړې وې او لکه مخکې چې مې اشاره ورته وکړه له دې شبکې سره له پیله بیا تر اوسه د پاکستان ، عربو او نورو سرچینو مرستو د شبکې کلیدي غړي په ځان غره او مغرور کړي وو او د طالبانو کوټې شورا او په نورو سیمو کې طالب ډلګۍ چې د ملامحمدعمر تر قیادت لاندې وې ورته بې ارزښته او هیڅ ښکاریدې. ځکه خو د لویو بمي چاودنو ، ځانمرګو بریدونو او په سویل ختیځو او پلازمېنې ته نږدې سیمو کې تروریستي کړنو پړه تر ټولو مخکې حقانې شبکې په غاړه اخیسته او د سویل لویدیځو او لویدیځو ولایتونو چیریکې جګړو او بریدونو پړه د ذبیح الله مجاهد په نوم د طالبانو ویاند په غاړه اخیسته چې ددوي نومونه هم سره بیل وو.

ځکه له حقاني شبکې سره به خپل نوم اخیستل کیدو او له ذبیح الله مجاهد سره به د اسلامي امارت نوم تړلی ؤ. له دې څخه داسې ښکاري چې د حقاني شبکې یو ځای کیدل له امارت سره ناشونې خبره وه ځکه حقاني له پخوا څخه په ځان ډاډه او غره شبکه وه او لار یې بیله وه او د طالبانو امارت ورته کمزوری ښکاریدو ، چې کیدای شي تر اوسه د ټولې واکمنۍ فکر له ځانه سره ولري او د موقع په لټه کې وي او دې ته په تمه وي چې د طالبانو دې نوي مشر په له منځه تلو سره د قدرت واګې په خپل لاس کې واخلي چې همدا پاکستان هم غواړي ځکه تر طالبي امارت زیاته ددوي امر منوونکې ده، خو طالبي امارت هم ځکه پاکستان له منځه نه وړي چې د هغوي له قدرت څخه لیرې کول به نا هیلي کړي او طالبي امارت بیا مجبور دی چې د پاکستان دې کار په غبرګون کې مرور شي او له افغان دولت سره د سولې بهیر ته لیوالتیا وښيي ، خپل شرایط وړاندې کړي او د سولې پروسې سره یو ځای شي او د افغان حکومت په چوکاټ کې دننه د یو موقف خاوندان شي.

نو ځکه خو پاکستان یو په یو د طالبي امارت سرټکي نه ښکته کوي او د خپل ښي لاس حقاني شبکې ته یې په دې قناعت ورکړی چې د طالبانو نوي مشر آخوندزاده څخه وروسته په اوتومات ډول د ټولو طالبانو په سر مشري تر لاسه کولای شي، خو په دې سره یې که له یوې خوا حقاني شبکه د قدرت تر لاسه کولو لپاره په تمه کینولې او په طالبي امارت کې یې ځای ورکړی ؛ له بل لوري یې د افغان سولې بهیر د سبوتاژ کولو لپاره هر ډول هڅو مخنیوي لپاره خپل څار د حقاني شبکې په واسطه ډاډمن او زیات کړی دی ؛ تر ځو د کوټې شورا طالبي امارت هر ډول فعالیتونو څخه خبر اووسي او افغان سولې ته د میلان درلودوونکو طالبي امارت مشرانو فعالیتونو مخنیوی وکړي.

نو ځکه خو په پایله کې د دوو ټکو یادونه اړینه بولم او هغه دا چې :

لومړی : د حقاني خودخوا شبکې شتون د کوټې شورا طالبي امارت راتلونکي مشرتابه لپاره ستره ننګونه ده ؛ ځکه دغه شبکه د آخندزاده د مرګ په تمه شیبې شماري تر څو په اوتوماتیک ډول پر ټولو طالبانو بشپړ واکمني تر لاسه کړي او د حقاني شبکې شتون که څه هم د کوټې شورا طالبي امارت ته ددې امارت د کړنو خپلواکیت او ارادو سبوتاژ کولو لپاره سرخوږی دی او نه یې شي زغملای خو له ناچارې ورځې یې دا تریخ غوړپ اوس تر ستوني تیر کړ، چې پایلې به یې تر ټولو مخکې د کوټې شورا طالبي امارت ټولو طالبانو ته بدې وي.

دوهم : د کوټې شورا په طالبي امارت کې د پاکستان لاس ناستې خودخوا حقاني شبکې شتون به وروسته له دې تر هر بل وخت زیات له طالبانو سره د سولې خبرې اترې سبوتاژ او وونګوي، ځکه پاکستان په ډاګه وايي چې دوي د ښو او بدو طالبانو توپیر کړی هغه چې د دوي په خوښه دي لکه د حقاني شبکه دوي ورسره کوم کار نه لري او هغوي چې دوي ته ستونزې جوړوي حتمي به یې له منځه یوسي، نو ځکه خو اوس د افغانستان دولت او کوټې شورا پوهو او ټول منلو مشرانو ته په کار ده چې له یوې داسې لارې پر مخ ولاړ شي چې د سولې خبرو په پلمه طالب مشران چې د سر کسان او د خبرو خلک دي ضایع نه شي او له یوې دریمې لارې دې پر پاکستان فشار راوړل شي؛ څو پرته له منافقت او طالبانو ته له ضرر رسولو پرته هغوي د افغانستان له دولت سره سولې ته پریږدي او ورویې بولي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *