تاند، دوشنبه، د ثور لومړۍ: په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قومندان سکاټ میلر پر ټولو لوریو په ځانګړي ډول پر طالبانو غږ کړی چې تاوتریخوالی دې راکم کړي او اجازه دې ورکړي چې سیاسي بهیر پایله ورکړي.

خو طالبانو بیا د یو لیست په خپرولو سره امریکايي لوری د سولې له هوکړې وروسته په سرغړونو تورن کړی دی.

طالبانو ویلي، د سولې له هوکړې وروسته د مارچ له شپږمې نېټې د اپریل تر ۱۰مې پورې امریکایانو په ۱۹ ولایتونو کې پر طالبانو ۵۰ بریدونه ترسره کړي دي، چې ۳۳ بریدونه یې د ډرون له لارې شوي دي: (( په زابل کې ۱۲، په میدان وردګو کې ۵، په کندهار او کندوز کې څلور – څلور، په هلمند ، کاپيسا، لغمان او بدخشان کې درې- درې درې، په فراه او ارزګان کې دوه دوه، خو په پکتیکا، پکتیا، غزني، لوگر، بادغیس، جوزجان، بغلان، تخار او ننگرهار کې یو یو برید شوی دی.))

طالبانو ویلي، چې له دې منځه په ۱۷ بریدونو کې ۳۵ وسله وال وژل شوي خو په ۳۳ بریدونو کې بیا د طالبانو په وینا ۶۵  ملکیان وژل شوي دي، خو د امریکایانو په مشرۍ ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت بیا دغه راپور رد کړی دی.

طالبانو په دې تړاو پخوا هم ګیله کړې وه چې امریکايي لوری او ملګري یې د سولې هوکړې ته ژمن نه دي، مګر افغان ځواکونو ویلي وو، طالبانو د سولې له هوکړې وروسته پر افغان سرتېرو ۲۵۰۰ بریدونه کړي دي، په داسې حال کې چې افغان ځواکونو د ډېرې اړتیا په صورت کې پر طالبانو ۳۰۰ بریدونه ترسره کړي دي.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قومندان سني لګټ هم وايي، امریکايي لوری د سولې بهیر ته ژمن دی خو د سولې د هوکړې له مخې به د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *