ترینکوټ

تاند- راپورونه ښيي چې وسله والو طالبانو یو وار بیا د اروزګان ولایت مرکز ترینکوټ له تهدید سره مخامخ کړی دی.

د اروزګان د ولایتي شورا رييس عبدالکریم خادمزی وايي، د پنجشنبې د ماښام مهال په حمله کې وسله والو طالبانو ۲۲ پولیس ووژل او ۱۱ نور ژوبل کړل.

د اروزګان ځیني نورې سرچینې وايي چې د طالبانو په دې برید کې، چې ۳ ساعته یې دوام وکړ، د سیمه ییزو پولیسو یو قوماندان وژل شوی دی.

د اروزګان د امنیه قوماندانۍ سرچینې بیا د پولیسو وژل کېدا ردوي.

نور راپورونه وايي چې وسله والو طالبانو د ترینکوټ- کندهار لویه لاره بنده کړې او اوس کومانډو ځواکونه هڅه کوي چې دا لار بېرته پرانیزي.

په اروزګان کې یوه کومانډو ادم خان وویل«موږ دا لار په ۲۴ ساعتونو کې پرانیستلی شو، خو ستونزه دا ده چې زموږ سره د ملکیانو اندېښنه ده.»

په همدې حال کې ځیني راپورونه وايي چې د اروزګان امنیه قوماندان محمد ویس صمیمي او د امنیت امر عبدالقوي له دندې ګوښه شوي او سید اقا ثاقب د اروزګان د نوي امنیه قوماندان په توګه ټاکل شوسی دی. تر دې دمه رسمي سرچینو د دغو بدلونونو په اړه څه نه دي ویلي.

ثاقب تر دې مخکې په کندهار او هرات کې د امنیه قوماندان په توګه کار کړی دی.

د تېرې اوونۍ د یکشنبې په ورځ امریکايي الوتکو سهوا د ترینکوټ په لمنو کې پر افغان پولیسو بمباري وکړه .

طالبانو تر دې وړاندې د روان سپټمبر په لړمړیو کې هم د ترینکوټ د نیولو هڅه وکړه خو بریالي نه شول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *