تاند- وسله والو طالبانو یو وار بیا وویل چې پر هغو پروژو چې د مسلمانانو او افغانستان په ګټه وي، حملې نه کوي.

دا په تېرو ۱۵ کلونو کې دوهم ځل دی چې افغان طالبان پر عام المنفعه پروژو د حملو نه کولو ژمنه کوي.

وسله والو طالبانو تر دې مخکې د نوومبر په ۲۹ مه نېټه په یوه اعلامیه کې وویل«د افغانستان اسلامي امارت خپلو ټولو مجاهدینو ته لارښوونه کوي چې د ټولو هغو ملي پروژو له امنیت سره مرسته وکړي چې د اسلام او هیواد په ګټه دي.»

د طالبانو په اعلامیه کې د لوګر د مس عینک، د افغانستان – ترکمنستان د رېلارې او د افغانستان له لارې پاکستان او هندوستان ته د ترکمنستان د ګازو د نللیکې (ټاپي) په شمول د برېښنا د شبکو یادونه شوې وه او د ټولو له امنیت سره یې د مرستې ژمنه کړې وه.

وسله والو طالبانو په یوه تازه خبر کې، چې په خپله رسمي ویبپاڼه کې یې خپور کړی، ویلي چې نه یوازې د ټولګټو پروژو پر ضد اقدام نه کوي بلکې د ښوونځیو ملاتړ هم کوي.

د چارو کتونکي دا د افغان طالبانو په دریځ کې یو لوی بدلون بولي او وايي چې که طالبانو دا دریځ ۱۵ کاله پخوا لرلی د افغانستان په ځانګړي ډول د جنوبي ولایتونو په ملیونونو ماشومان به له زده کړو نه محرومېدل او د بیا رغونې د زرګونو پروژو د اجرا کېدو مخه به نه ډپ کېده.

چین د افغانستان د دولت د وسله والو مخالفانو د تهدیدونو له کبله د مس عینک په پروژه کې افغانستان ته د ګڼو امتیازونو له ورکولو په شا شو.

په پیل کې چین ژمنه کړې وه چې د عینک د مسو د استخراج په بدل کې به افغانستان ته د ملیاردونو ډالرو د ورکولو ترڅنګ برېښناکوټ، سړکونه او رېلارې جوړوي خو وروسته یې وویل چې د امنیتي خطرونو له کبله نه رېلار جوړوي او نه سړکونه.

خو له دې سره سره د طالبانو تازه ژمنې دا هیله رامنځته کوي چې چین او نور ستر پانګوونکي به په افغانستان کې یو وار بیا پانګونې ته زړه ښه کړي.

که څه هم طالبانو په داسي حال کې د ټولګټو پروژو د ملاتړ اعلان کوي چې ایران له پاکستان سره د دوستۍ په نوم له ایران څخه پاکستان ته د ګازو د پایپ لاین نهايي کېدو ته نژدې شوی دی.

ګومان کېږي چې د ایران – پاکستان د دوستۍ د پروژې په صورت کې به د ټاپي اجرا له خنډ سره مخامخ شي.

د امریکا د سټنفورډ پوهنتون پروفیسر رابرټ کریوز، چې د (مودرن افغان: د نړیوال ملت تاریخ) کتاب لیکوال دی، وايي چې طالبان د ټولګټو پروژو د ملاتړ په اعلانولو په افغاني ټولنه کې اعتبار ترلاسه کوي.

3 thoughts on “طالبانو یو وار بیا ژمنه وکړه چې پر ټولګټو پروژو برید نه کوي”
  1. مطلب!
    که طالبانو اووییل چه دټول ګټو پروژو ساتونکي دي هم ښه نده او که
    مخالفت ته یې ملاتړي هم ښه نده؟

  2. زه طالبانو ته وایم تاسې او خدای څومره پلونه مو ړنګ کړل، څومره سرکونه مو خراب کړل، آیا هغه په ټولکټو کې حسابېدې؟ ماته خو معلومېږي چې په ولس کې نور منفور نه شئ صرف په دغه وجه داسې خبرونه نشر کوئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *