تاند: طالبانو اعلان کړه چې د سولې سبانۍ بین الافغاني ناستې لپاره یې امریکايي لوري سره مذاکرات ځنډولي دي.
د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهېل شاهین ویلي، دا مذاکرات خورا ښه روان وو او پرمختګونه هم په کې شوي دي خو امریکايي لوري سره په سلا د قطر د بلې افغاني غونډې په خاطر دوه ورځو لپاره وقفه په کې راولي او د جولای په نهمه به بېرته دا مذاکرات مخته یوسي.
دا په داسې حال کې ده چې سهېل شاهین بیا د سبانۍ غونډې په تړاو ویلي، لا تر اوسه ورته نه دي ویل شوي چې دغې غونډې ته څوک رابلل شوي دي.
ټاکل شوې چې سبا د جولای په اوومه او بل سبا د جولای په اتمه طالبان له افغانستانه ورغلیو د مدني ټولنې استازو، سیاسي مشرانو، ځوانانو، د رسنیو کارکوونکو او ښځو سره د افغان سولې په تړاو ناسته وکړي.
افغان حکومت دغو مذاکراتو ته خوشبیني ښودلې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *