قطر په دوحه کې د زلمي خلیلزاد او طالب استازیو د اووم پړاو خبرو له پيلېدا سره سم طالبانو ویلي، که امریکایان افغانستان نه د وتلو مهالوېش اعلانوي نو دا به د افغانانو تر منځ د خبرو اترو پيلامه وي.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، افغاني خبرو لپاره د طالبانو شرط همدا دی چې بهرنیان دې له افغانستانه د وتلو نیټه اعلان کړي.
ذبیح الله مجاهد که څه دا نه ده په ډاګه کړې چې افغاني خبرو نه یې مطلب حکومت سره خبرې دي که له سیاسیونو سره ناستې، خو نوموړي ویلي افغانان به خپلو منځونو کې هله د راتلونکي نظام په اړه پرېکړه کوي چې بهرنیان د وتلو نېټه روښانه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې وروستیو کې افغان حکومت او طالبانو دواړو لوریو د سولې لپاره هڅې تېزې کړې دي.
کابل د اختر په بهانه ۹۰۰ طالب بندیان له زندانونو ورخوشې کړي دي او ملا برادر بیا د یو پلاوي په مشرۍ چین ته تللی تر څو د سیمې هیوادونو ته د افغان سولې پروسې په اړه قناعت ورکړي.