تاند، یکشنبه، د ثور ۲۱مه: طالبانو ویلي، د حقاني شبکې په شمول یې خپل ټول صفونه له جنورۍ راهیسې د تښتول شوي امریکايي قراردادي مارک فریرچس پسې لټولي، خو موندلی یې نه دی.

څو ورځې وړاندې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او لاس انجلس ټایمز خبر ورکړی و چې امریکا دا ځل په قطر کې د طالبانو د حقاني شبکې لخوا د تښتول شوي امریکايي قراردادي مارک فریرچس په راخوشې کولو مذاکرات کړي دي.

خو د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهېل شاهین اسوشیټډ پرېس اژانس ته ویلي، د دوی پلټنې ښيي چې د امریکا د سمندري ځواکونو لوی قراردادي مارک فریرچس له طالبانو سره نه دی او نه هم له دوی سره د دغه کس په اړه کوم معلومات شته.

 یو بل طالب چارواکی چې له امریکا سره د طالبانو د مذاکراتو د مرکچي پلاوي مهم غړی هم دی، ویلي یې دی چې دوی امریکايي لوري ته خبر ورکړی دی چې دغه امریکايي له طالبانو سره برمته نه دی.

دا په داسې حال کې ده چې زلمي خلیلزاد په خپل تازه سفر کې په قطر کې له طالبانو سره د امریکايي قراردادي د راخوشې کولو په اړه مذاکرات کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د بیان له مخې خلیلزاد اسلام اباد ته د سفر پر مهال هم له پاکستاني چارواکو سره د امریکايي قراردادي د راخوشې کولو او لټولو په اړه خبرې کړې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *