‘تاند، سه شنبه، د حمل ۱۹ مه: طالبانو په امریکا غږ کړی دی چې د بندیانو په اړه جنجال ته دې راودانګي او له خپل اغیز نه په استفاده دې د افغان حکومت له زندانونو څخه د دوی جنګیالي ورخوشې کړي.

د طالبانو له رسمي ادرس څخه د ورځې خبره تر عنوان لاندې تبصره کې راغلي دي، چې افغان حکومت په پرلپسې ډول د دوحې د تړون د له منځه وړلو او د بین الافغاني مذاکراتو د پیل په لټه کې دی، نو ځکه امریکا ته ښایي، په دې برخه کې مسئولانه او رښتینی چلند وکړي.

طالبانو امریکا ته په خپله تبصره کې مشوره ورکړې چې افغان حکومت غواړي، امریکایان په افغانستان کې ښکېل پاتې شي، نو ځکه امریکا ته ښایي چې د کورونا په دې حساس پړاو کې له خپل اغېز نه کار واخلي.ګ او بندیان دې ورته له افغان حکومته ورخوشې کړي.

طالبانو ویلي، امریکايي جهت باید په دې برخه کې خپله وجیبه په مسئولانه ډول اداء کړي او د بندیانو خلاصون چې د دوحې د تړون د تعمیل لومړی قدم دی او امریکا یې د بشپړیدو ژمنه کړې؛ باید ځان پکې نادیده ونه ګڼي، بلکې خپل اغیز دې په سمه توګه وکاروي، ترڅو د راتلونکو پړاوونو لپاره لاره خلاصه شي.

د طالبانو په خبره، دوی پوهېږي که امریکا همدا نن له خپل اغیز نه کار واخلي، له خپل مسئولیته تیښته ونکړي، د ژمني په پوره کېدو سره خپل حیثیت وساتي؛ په لنډ وخت کې به هم د بندیانو تبادله انجام شي او هم به د بین الأفغاني تفاهم لپاره د تړون سره سم زمینه مساعده شي.

د طالبانو له قوله، ددوی یو پلاوی د بندیانو په تړاو د خبرو کولو په موخه په کابل کې دی، خو په وینا یې حکومت نوې، نوې بهانې رامنځته کوي، نو ځکه يې خپل پلاوی په هغه ناستو کې له ګډون منع کړی، چې د پرمختګ مخه پکې نیول کېږي.

طالبانو په پای کې یو ځل بیا امریکا د بین الافغاني مذاکراتو او د بندیانو د خلاصون د پروسې په ځنډ کې مسئوله بللې.

2 thoughts on “طالبان: امریکا دې راته له افغان حکومت نه بندیان راخوشې کړي”
  1. طالبان د افغانستان منتخب او مشروع حکومت په رسمیت نه پیژنی خو خپل بندیان تری غواړی ؟ آمریکا ته خواستونه کوی چه بندیان دی د افغانستان دحکومت نه ورته آزاد کړی ، خو ددی خبری تضمین نه ورکوی چه دغه بندیان به بیرته د جنګ لیکو ته نه لیژل کیژی ؟ د صلحی مذاکرات مطرح کوی خو اوربند نه منی ؟ په افغانستان کی د صلحی راوستلو ادعا کوی خو بیا د پاکستان نه خپلی شوراګانی او پټڼځایونه او د تریننګ په مراکزو باندی خبرواو لازم تضمینونو ته طالبان او د پاکستان دولت آماده نه دی ؟ نو دا څرنګه د ضلحی ادعا ده ؟ دا خو ټوله یوه بربنډه
    دهوکه نه ده ؟ چه طالبان یی د افغانستان ملت او دولت او همدارنګه منطقی او جهان ته ورکوی ؟ طالبان او د پاکستان دولت فکر کوی چه دافغانستان اوسنی بیداره ملت او دولتی چارواکی ، همدارنګه د منطقی دولتونه په دی دهوکه نه پوهیژی ؟

  2. سلامو علیکم وطنوالو۰
    د امریکا خارجه وذارت د پاکستان په طرفداری پر افغان خکومت فشار راوړی
    څو د طالیبانو په ګټه د بندیانو په اذادولو او همدارنګه دعبدالله لپاره امتیاذات ورکول
    قبول کړی۰ دا کار د افغانستان اذادی تر سوال لاندی راوړی۰
    افغان سیاست پوهان او لیکوالان او رسنی باید د امریکا د خارجه وزارت د دغه شرمونکو څرګندونو په هکله لیکنی وکړی او مربوطه مرجع ګانو ته یی ولیږی۰
    مننه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *