تاند، شنبه، د عقرب ۲۵مه: طالبانو، د حقاني شبکې د دریو غړو او امریکايي پوهنتون د استادانو د تبادلې په نه ترسره کېدو کې امریکا پړه بللې او وايي، د تبادلې لپاره په افغانستان کې په ټاکلي وخت او ځای کې د دوی هیڅوک حاضر نشول.

د طالبانو د جنګي ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د بندیانو د تبادلې هوکړه دمګړۍ ځنډېدلې او امریکا یې باید وضاحت ورکړي چې ولې یې په خپله ژمنه عمل نه دی کړی؟

ښاغلي ذبیح الله مجاهد ویلي، له امریکا سره هوکړه شوې وه چې په افغانستان کې به بندیان تبادله کېږي، خو په وینا یې چې امریکا دا کار ونکړ.

په همدې حال کې امریکا د طالبانو د ادعاګانو په تړاو څه نه دي ویلي، خو تېره ورځ د ولسمشر غني مېرمنې رولا غني د امریکا د سولې په انستیتوت کې ویلي وو چې د یو لوري د وعده خلافۍ له کبله په اوس وخت کې د بندیانو تبادله نه کېږي.

ټاکل شوې وه چې افغان حکومت د تېرې سه شنبې په ورځ د حقاني شبکې درې غړي انس حقاني، مالي خان او قاري رشید او طالبانو بیا د امریکايي پوهنتون دوه استادان خوشې کړي وای، خو دا هوکړه د څوورځو په تېرېدو لا هم نه ده عملي شوې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *