تاند، دوشنبه، د قوس ۱۸مه: د طالبانو د قطر سیاسي دفتر وايي، له امریکا سره د سولې د هوکړې لاسلیک ته نږدې شوي، خو له افغان حکومت سره به د بین الافغاني مذاکراتو او هوکړې تر وخته د دوی د وسله والو جګړه روانه وي.

 په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، امریکا او طالبان د سولې د هوکړې په ټولو مواردو هوکړې ته رسېدلي او  اوس د هوکړې د لاسلیک د ځای او وخت په اړه پرېکړه کوي، خو په وینا یې کیدای شي دا هوکړه د نوي میلادي کال له پيلیدو وړاندې د دواړو لوریو لخوا لاسلیک شي.

 د سهیل شاهین په خبره د سولې د هوکړې د لاسلیک مراسمو ته د ۲۲ اسلامي او غیر اسلامي هیوادونو، نړیوالې ټولنې، اروپايي ټولنې او اسلامي همکاریو د سازمان استازي وربلل شوي دی.

سهیل شاهین زیاته کړې چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ بندیان به د اوربند له هوکړې وړاندې خوشې شي: (( بین الافغاني مذاکرات به د امریکا سره تر هوکړې وروسته پيلېږي، چې د بهرنیانو خروج پیل شو، دا بله پروسه به هم پیل کړوچې افغان حکومت به هم د نورو جهتونو په څېر په کې ونډه ولري.))

 سهیل شاهین زیاته کړه، د افغان ځواکونو او طالبانو اوربند به هله ټینګ شي چې افغاني خبرې پيل شي او دواړه لوري د جګړې په بندولو سره هوکړه وکړي.

 بلخوا پاکستاني رسنیو داسې راپور ورکړی چې طالب جنګیالیو له خپلو قومندانانو داسې امر ترلاسه کړی چې د خارجیانو پر وړاندې بریدونه ودروي او بل لوري امریکا همه پر طالبانو هوايي بریدونه درولي دي.

 تر دې وړاندې داسې خبرونه خپاره شوي وو چې د طالبانو او امریکایانو د خبرو په دوه ورځو کې سکاټ میلر هم ګډون درلود او له خلیلزاد سره یې په ګډه طالبانو ته د خپلو مرکزونو او تاسیساتو دقیق ادرسونه ورکړي دي، تر څو طالبان بریدونه پرې ونه کړي.

3 thoughts on “طالبان: امریکا سره به د نوي کال نه وړاندې هوکړه وکړو، د حکومت پر ضد به مو جګړه روانه وي”
  1. لعنت دی د الله پر تاسو طالبانو شی پدی فکر او عقیده چی تاسی یی لری. له کافر سره سوله خو د پنجابیانو په امر له خلکو سره جګړه. الله مو تباه کړه

  2. دغلام غلامان
    دډاکټرصاحب نجیب حکومت کښی هم دغه بی غیرتو جهادیانو همداسی روغه کړی د روسی سره
    اوس بله دووسه ډله طالبون هم داسی کوی

    بدترین غلامان
    طالبون
    بی شرمه
    بی حیا
    دووس
    بی غیرته طالبون

  3. دا بی وجدانه او بی ايمانه تس په نامه تاليبان ښکاره وايی چه موږ د پنجاب د ګټو ساتونکی يو د افغان اولس وږونکی يو او د خپلو خيټو لپاره جنګيدلي يو او جنګيږو
    اسلي موږ افغانان بايد له پاکستان سره د روغی خبري وکړو ځکه تالب پاکستان سمبالوي کوپری يی ورميځي او خرمرګي ته يی راليږي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *