زلمی خلیلزاد

تاند، سه شنبه، د جدي ۳مه: د سولې له مذاکراتو یوې باخبره سرچینې تاند ته وویل، پاکستان ته د اوربند په اړه مشورو ته تللی پلاوی قطر ته ډک لاس ګرځېدلی، خو اوس زلمی خلیلزاد نشته او امریکا ته د کرسمس په رخصتیو تللی دی.

سرچینه وايي، د سولې مذاکرات په ټپه درېدلي دي او د نوي کال پورې په کې هیڅ ډول پرمختګ امکان نه لري.

سرچینه همدا راز وايي، د شهاب الدین دلاور په مشرۍ د طالبانو درې کسیز پلاوی هم د بلوچستان له کوټې ښار څخه ډک لاس ستون شوی دی، خو د طالبانو رهبرۍ ورسره د لسو ورځو په ځای د یو څو ورځو اوربند د منلو هوکړه کړې ده.

دغه باوري سرچینه زیاتوي، نه ده معلومه چې طالبان به دا اوربند اعلانوي که نه؟ خو له اوږدو مخالفتونو وروسته طالب مشران په دې سره سلا شوي دي چې د څو ورځو اوربند د حسن نیت په توګه ټینګ کړي.

بلخوا زلمي خلیلزاد او د طالبانو د قطر سیاسي دفتر لا تر اوسه په دې اړه رسمي نظر نه دی څرګند کړی، خو له څو ورځو راهیسې د خلیلزاد ټویټونه نه ښکاري او طالب ویاند ذبیح الله مجاهد هم د اوربند په اړه رسنیو ته څه نه وايي.

دا په داسې حال کې ده چې زلمي خلیلزاد د ډسمبر په ۱۳مه د لنډې دمې په بهانه د سولې مذاکرات ودرول او بیا اسلام اباد او کابل ته د مشورو لپاره راغی.

هغه وخت عرب نیوز اژانس خبر ورکړ چې خلیلزاد له طالبانو د لس ورځني اوربند غوښتنه کړې ده او ورته یې ویلي چې د سولې هوکړه به په همدغو لسو ورځو اوربند کې لاسلیک کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *