څو ورځې مخکې په بیت المقدس کې عربانو او مدني فعالانو د اسراییلي حکومت په ضد د عامه سزا په نوم مظاهره وکړه، لاریونوالو اسراییل له عرب ماشومانو سره په ناوړه چلند تورن کړل.

د ماشومانو پلرونو ویل،  چې اسراییلی پوځیان د دوی بچیان د ښوونځي په لار ځوروي، په دې ډول هڅه کوی چې عرب ماشومان ښوونځی ته له تللو ډډه وکړي، لامله یې د عربانو راتلونکی نسل جهاهل شي او له خپلو حقونو نور هم بې برخې شي.

د عرب ماشومانو مندو او پلرونو ویل، ځکه له دې غوره بولي چې ماشو��ان ښوونځي ته له تلو منع کړي او یا هم ځینې ماشومان پخپله ښوونځیو ته له وېرې نه ځي.

ورته حالت د پښتنو ماشومانو او ځوانانو هم دی، طالبان چې پښتنو سیمو کې دي تل یې د پښتنو ماشومانو ښوونځي وران کړي دي او یا یې دروازې ور تړلې دي، ښه بېلګه یې د پکتیا په زرمت کې وروستۍ پېښه ده چې له مخې یې پنځلس ښوونځي طالبانو په دې پلمه تړلي دي، چې د بهرنیانو ځینې پروګرامونه پلي نه شي او یا له دوی سره په دې برخه کې مشوره وشي.

طالبانو دا هم ویلي چې په دغه سیمه کې دې د معارف په برخه کې د موسسو هڅې هم بندې شي، خو د همدې موسسو له خوا ښوونځیو ته یا لابراتوار وسایل ور کول کیږي، یا هم کتابچه او قلم وېشل کیږي یا د ماشومانو له سویې سره سم د دوی د ادبیاتو کتابونه.

د ښوونځیو او تعلیم په تړوا د اسراییل له خوا د عرب ماشومانو او د سلوالو طالبانو له خوا د پښتنو بچیانو په وړاندې دریځ یو شان دی، خو دومره توپیر لري، چې اسراییل عربان نه خپل قوم بولي او نه د خپلې ژبې او دین خلک، خو طالبان چې ځانونه پښتانه او مسلمان بولي، خو تل د پښتنو ښوونځیو په مخ کې خنډ جوړوي له اسراییل یې هم دا جنایت بدتر دی.

اسراییل د عرب ماشومانو په مخ د ښوونځي په تړلو سره دوی په راتلونکي کې له هر ډول سیاسي او ټولنیز دریځ شاته کول غواړي او د طالبانو له برکته اوس هم په افغان ادارو کې لیدل کیږي چې د پښتنو په ځای نور قومونه ښې څوکۍ ترلاسه کوي، ښه مقامونه ترلاسه کوي او که کانکور نتیجه هم وځي غیر پښتانه ځکه ډېر کامیاببیږي چې د هغوی په مخ نه د ښوونځي دروازه تړل کیږي او نه د دوی په سیمو کې د هغو موسسو مخه نیول کیږي چې د زدکوونکو د سویې لوړولو لپاره سیالۍ جوړوي یا هم ور سره مرستې کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *