نن د قطر په دوحه کې امریکايي او طالب استازي د سولې اووم پړاو خبرو ته سره کېني.

دا خبرې چې د ناټو لخوا خورا حساسې بلل شوې دي، په کې به زلمی خلیلزاد طالبانو سره د بهرنیو ځواکونو د خروج سکیجول، ترهګرۍ نه د نړۍ د خوندیتوب تضمین، بین الافغاني مذاکراتو او اوربند د نهايي خبرو هڅه وکړي.

تر دې وړاندې مایک پومپیو ویلي وو، امریکا له افغانستانه د ځواکونوایستلو ته چمتو ده او هڅه کوي چې د سپټامبر تر انتخاباتو وړاندې طالبانو سره د سولې یوې هوکړې ته ورسېږي.

دغه راز زلمي خلیلزاد په خپل وروستي ټویټ کې ویلي وو، د پاکستان، قطر، افغانستان او سیمې په سفر راوتلی تر څو ښې ډېرې مشورې وکړي او  طالبانو سره به د جون په ۲۹مه د سولې اووم پړاو خبرې پیل کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *