تاند- افغان طالبان وايي چې د دوی استازي به له سبا څخه د زلمي خلیلزاد په مشرۍ له امریکايي پلاوي سره خبرې پیل کړي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، طالبان وايي چې دا خبرې به دوه ورځینۍ وي او د افغانستان د حکومت استازي به پکې ګډون نه لري.
دا به د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او طالبانو ترمنځ څلورم پړاو وي.
رویټرز ته طالبانو ویلي چې د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو به د قطر په دوحه کې د امریکا او طالبانو په خبرو کې د بل هیواد استازي ګډون نه لري.
د تېر دسمبر په ۲۰ مه د طالبانو او زلمي خلیلزاد په خبرو کې، چې په ابوظبي کې وشوې، د سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او پاکستان استازو هم ګډون کړی وو.
طالبانو تېر ځل هم موافقه ونه کړه چې د افغانستان د حکومت له پلاوي سره وویني.