په شرقي فرهنګ کې دیني جنبشونه ځکه ناکام وو چې تر سوچه دیني افکارو علاوه به ورته ناسیونالیستي اړخونه قایلېدل. د شرق د تاریخ په هر دیني جریان کې دا تجربه حس کولای شئ. حتی تر اموي خلافت وروسته عباسیانو هم د خپل دیني خلافت لپاره جدي دیني – ناسیونالیستي افکار رامنځته کړل چې یو په شمېر برخو کې بیا همدې قضایاوو عمومیت خپل کړ.۱

د اسلام د انټرناسیونالیستي مفکورې د ماتېدو او ناکمېدو څو مهم علتونه بیانېدای شي.۲ یو تر ټولو مهم بحث په کې تر ملي او مردمي منافعو زیات په بین القومي دیني منافعو تمرکز و چې خاصې نژادپرستانه او اتنیکي ریښې به یې درلودې. د دین او ناسیونالیزم اړیکه هم یو مهم تاریخي پاراداکس او توهم دی. د دې دوو شکلونو خپلمنځي رابطه توجیې کول خپله دیني تناقض رامنځته کوي. متاسفانه طالبان د همدې تناقض یوه نوې تجربه ده.

طالبانو هم اوس تر استخباراتي تشکیل زیات په تاریخي لحاظ یو هویتي شکل خپل کړی او د مشخص لیدلوري په پیداکولو کې طالبانو د سیمې په اسلامي – ناسیوناسیتي جنبشونو ځانګړي تاثیرات درلودي دي. د طالبانو دا ډول شکلي تغیر د شرقي دیني نهضتونو په برخه کې اوږده سابقه لري.

طالبان د دیني ناسیونالیزم یوه تر ټولو مډرنه تجربه ده. د طالباني رژیم د آسیب شناسۍ یو ډېر مهم او اندازه کېدونکی مورد د دوی ناسیونالیستي برخوردونه و. طالبانو ته په قهر ولس او سیاسیون د دوی دیني اړخ نه ټارګیټ کوي؛ بلکې پر دې تمرکز لري چې دوی د یو مشخص هویت په درلودو د پردیو د منافعو لپاره جنګیږي.

له طالبانو سره د سولې کولو په برخه کې چلند ډېر د استخباراتي او تاکتیکي تفسیرونو تر اثر لاندې و او متاسفانه دی. دا مسلم حقیقت دی چې طالبان یو استخباراتي تشکیل دی چې د ای ایس ای او امریکې د نفوذ او د سیمي لپاره د امنیتي دوکتورینو برخه وه؛ خو افغان حکومت باید ومني چې دوی د یو دیني – ناسیونالیستي جنبش پر وړاندې د جګړې او سولې سنګر نیولی دی او دا باید زده کړي چې له دا ډول تحریکونو سره د مذاکراتو چلندونه او د تبلیغاتو دوکتورین فرق کوي.

طالبان تر نورو ولې متفاوت دي؟!

د القاعده اول سر مشران یا د فزیک متخصصین ول یا هم د انجینرۍ فارغین. دوی دین په تخصصي ډول نه و لوستی او په ټوله څو کلنه دوره کې یې تر سلو زیات کتابونه او مقالې یوازې په دې موخه ولیکلې چې د خپل درست بودن او برحق بودن داعیه ثابته کړي.

د ټولې القاعدې هر څانګې مشخص فرهنګي حلقات په دې بوخت و چې دوی ته متوجې دیني –اسلاميانتقادات چې د دوی له سرنوشت سره به یې اړیکه پیدا کوله، رفع کړي. القاعدې دا کار د لیکنو، کتابونو، ویناوو او ویډیوي پیغامونو له لارې واضحاً ترسره کړی دی.

د داعش منطق تر بل هر اسلامي او دیني جریان روښانه دی. دوی د خپل خلافت د برحق بودن دا وینا تر بلې هر خبرې روښانتیا لري:

Destroy and Replace!

یانې؛ ړنګ یې کړه او بیا یې ورغوه.

د دوی د خلافت مفکوره په دې ولاړه ده چې ټول شته بنسټونه باید ړنګ کړل شي او بېرته له سره نوي د اسلام د مفکورې په اساس ورغول شي. د داعش له لوري دا وړاندې کېدونکی منطق او مفکوره تر ټولو دیني – اسلامي جنبشونو روښانه، د درک وړ او خالصه ده.

د داعش مشر ابوبکر البغدادي دین لوستی او د شرعیاتو متخصص دی. په عقایدو او فقه یې ماغزه د نورو دیني مشرانو په پرتله زیات خلاص دي. او هېڅ کله اړتیا نه محسوسوي چې چا ته دې د خپل حرکت وضاحت ورکړي او ثابته دې یې کړي چې د دوی مفکوره سمه ده!

خو؛ طالبان بیا تر دوی دوو او حتی تر ډېرو نورو زیات متفاوت دي. د دوی ټول وضاحتونه دیني صبغه نه لري، بلکې پر دې متکي دي چې خپل ناسیونالیست بودن ثابت کړي او وښيي چې دوی تر دې چې مسلمانان دي، په دې خاطر یې مبارزه او حرکت پیل کړی دی چې افغانان دي.

د دوی ناسیونالیست بودن له دین سره تړلی دی. خو له دین څخه د دوی برداشت او تفسیر بیا خالص افغاني او پښتني رنګ او بوی لري.

طالب په دې باور لري چې دوی د وضاحت لپاره د دوی هم مفکوره ولسي وګړي کفایت کوي. له طالب سره تړلي هم فکره فعالین تر بل هر چا د دوی په برحق بودن کې غښتلي دي. ستر توپیر همدا دی چې په دین کې روزل شوی کس په ډېر جراأت د ملي ګټو د ساتنې او بقاء ماموریت خپل تقدس بولي. دا د تاریخ په لړ کې د دین او ملت د رابطې یو متناقض شکل دی.

د سولې روشي پاراډاکس

په تېرو څوارلسو کلونو کې د حکومت مشر ښاغلي حامد کرزي په زغرده طالبان وروڼه بلل. طالبانو ته وروڼه ویل، د طالبانو جنبش ته افغاني او ناسیونالیستي رنګ ورکول و؛ ولې د طالبانو پر خلاف ټول تبلیغات او د دوی د توبیخ سرچینو د دوی په اسلامي نقد تمرکز درلود.

طالب باید د سولې په برخه کې له یوې حوزې او یوې مجراء تعقیب شوی وئ. طالب په خپل مسلمان بودن دومره نه خوښیږي لکه څومره چې ورته خپل افغان بودن ارزښت لري. طالب د سولې په دې روشي تضاد کې په شدید توهم واوښت.

د سولې اوسني مذاکرات باید له طالب سره د دوی د تفکر په اساس چلند وکړي. له طالبانو سره دا اوږده کېدونکې د سولې پروسه خپله په بالقوه جنګ بدله شوې ده. هغه مهال سمې او انتخابي سولې ته لاره پیدا کېدای شي چې طالب د یو دوه شکلي جریان په حیث قبول شي او په هماغه شرایطو ورسره تعامل وشي.

مقدس قهر او جنګي حماقت

بلاخره مهمه پوښتنه باید مطرح شي؛

طالب دیني جنګیالی دی که د ملي منافعو لپاره مبارزه کوي؟ د جهاد او یا د استعمار پر وړاندې د جګړې دا موهومه قضیه باید پای ته ورسیږي. د طالب پر وړاندې ولسي غوسه او قهر په تقدس بدلیږي او په دې کې د طالبانو ناسیونالیستي اړخ مهم نقش لري.

طالبان که د یوې شېبې لپاره جنګي احمقانWarrior Idiots وبولو، چاره او توضیح به مې اسانه کړي وي. طالب د خپل دیني او ناسیونالیستي طرز تفکر څخه د حماییې په برخه کې د جنګي حماقت په لومه کې ګیر شو او دا د طالب د حیات مهم پړاو و.د طالب حماقت د ټولې سیمې او د یوې لویې جغرافیې او ولس د ګروګان کولو په نتیجه خلاصه کېږي. د طالب ستر حماقت په دې کې و چې ویې نشوای کولای د خپل نقش او کارکرد روڼ وضاحت وړاندې کړي.

د جنګ دا احمق پوځ لا هم د دې وړتیا نه لري چې له دې تضادي او مزخرفې قضیې ووځي او واضح لیدلوری مطرح کړي.

طالب په ډېرو کمو موردونو کې دیني اړخ نیسي، نور طالب شدید ناسیونالیستي برخورد کوي. طالب هېڅ سوچه دیني الګو یا ايډیال نه دی مطرح کړی، بلکې پر هغو ایډیالونو تکیه کوي چې ناسیونالیستي ريښې او اعتقادات ولري.

طالب باید دا حماقت رفع کړي او د یو احمق جنبش تر یوې بدې څېرې ځان وژغوري. له طالب سره په نظام دننه کې سیاسي مخالفتونه له همدې سرچینه اخلي چې دوی ته د یو مشخص جریان په سترګه نه کتل کېږي. طالب باید دا موارد حل کړي چې څنګه له ملي او دیني قضییو سره چلند وکړي.

پایله

له طالب سره د مذاکراتو او سولې ټوله غوټه له همدې سره تړلې چې موږ ترې واضح ادرس نشو ورکولای او دوی ځان د دین او ناسیونالیزم په توهمي لفافه کې پټ کړی دی. طالب باید دا پارډاکس حل کړي. دا هم د طالب له سرنوشت او راتلونکی سره مرسته کوي او هم د دوی هویتي مشکل حل کولای شي.

که طالب سولې او مذاکراتو ته په خلاص ذهن او پرته له کوم استخباراتي فشار غاړه ونه نیسي، دا پروسه د اوږدوالي تر څنګ لا هم پیچیلې کېږي او خشن تصویر خپلوي.

طالب اړتیا لري چې د دوی پر وړاندې د راولاړې شوې سپېڅلې غوسې جبران وکړي. طالب ته ورځ تر بلې خلک غوسه کېږي او دا قهر او غوسه د خپل تقدس او سپېڅلتیا اړخونه لري. طالب باید د یو احمق جنګي پوځ کرښې ماتې کړي او د یوې واضحې مفکورې له مخې رسمي او غښتلی دیني – ناسیونالیستي دریځ خپل کړي؛ دا کار به مرسته وکړي چې دولتي منسوبین د دوی د تعقیب راڼه لیدلوري ومومي.

پایلیکونه:

۱: د وخت ستر ملا امام محمد غزالي به د عباسيانو د سیاسي حکومت څخه د دفاع په موخه دیني موارد مطرح کول. وروسته بیا ګڼو دا ډول د شخصي – سیاسي دفاع لپاره دیني دلایلو فقهي اساس خپل کړ.

۲: د اسلام د انټرناسیونالیستي مفکورې د شکل پېژندنې او ماتېدو په برخه کې زما ځانګړې لیکنې ته یادونه ده چې په نژدې راتلونکي کې به خپره شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *