خليلزاد وايي، طالبان ډېر وطندوسته خلګ دي. ده ويلي؛ طالبانو راته ويل چي موږ اوس پخواني طالبان نه يو، اوس موږ له تاريخه د عبرت درس اخيستی. خو کله چي بيا سړی د طالبانو دا هره ورځ ځانمرګي بريدونه ګوري، د بې ګناه انسانانو وژل ګوري، د ښځو، سپين ږيرو او ماشومان قتلول ګوري، د عامه تاسيساتو ورانول ګوري… ايا د خليلزاد او طالبانو دا خبري غير رشتيا نه معلوميږي؟
د خليلزاد خبره؛ طالبان وطندوست دي د پلونو، سړکونو او پلچکونو ورانول، وطندوستي ده؟ د وطن پر بچو ارام ژوند ناارامه کول، وطندوستي ده؟ ښادۍ يې په غم اړول، وطندوستي ده؟ د وطن د نظام مخالفت، وطندوستي ده؟ د وطن د ملي نښانونو او ارزښتون سره مخالفت، وطندوستي ده؟ جګړه نه بندول، وطندوستي ده؟ له اوربنده منډي وهل، وطن دوستي ده؟ د سولي خبرو په جريان کي، جګړې ته زور ورکول، وطن دوستي ده؟ په ښارونو کي ځانمرګي کول، وطندوستي ده؟ د وطن بې ګناه بچي وژل، وطندوستي ده؟ کليو کي له غريب ولس څخه په زور او په خپل ډار ډوډۍ اخيستل، وطندوستي ده؟ د وطن د بچو ښوونځي تړل او سيمې يې بې ثباته کول، وطندوستي ده؟
سړی حيران سي، چي ناځوانه خليلزاد وطندوستي له کومي زاويې تعريفوي!!!؟
دا هر څه خو موږ او تاسي پخپلو سترګو ليدلي، چي طالبانو ترسره کړي، نو نه پوهيږم؛ خليلزاد دې وران کاريو ته د وطن دوستۍ کوم پرتوګ ور ګنډي!؟
د طالبانو خبره؛ نوي دي او عبرت يې اخيستی! څنګه نوي او څنګه عبرت؟ مخکي يې هم بې ګناه انسانان وژل، اوس يې هم وژني؛ مخکي يې هم په ښارونو کي ځانمرګي کول، اوس يې هم کوي، تاسي ماته د طالبانو هغه ځانمرګی بريد راښودلی سئ، چي په هغه کي د دوی تر خپل هدف زيات؛ بې ګناه وګړي نه وي وژل سوي؟ په هغه کي ښځي، سپين ږيري او ماشومان نه وي وژل سوي؟ را ښودلی يې سئ؟
نو دا څنګه نوی والی او له تير تاريخه زده کړه ده؟ دا کار خو دوی پخوا هم کوی او اوس يې هم کوي، ان تر پخوا يې اوس زور هم ورکړی.
د نوي والي او عبرت خبره خو يې هغه وخت رشتيا ګڼل کيدای سوای چي، دوی ورځ تر بلي جګړه کمولی، شعوري سوي وی، فکر يې د وطن پر ابادۍ را څرخيدونکی وای، د سولي د نوم په اوريدلو يې لومړی خپله د اوربند غږ کړی وای، اوربند د دوی شرط وای، ځکه دوی ځانونه د اسلام او مسلمان محافظين ګڼي، نو چي په يو ډول؛ د مسلمان ژوند ژغورل کيدلای، دوی يې بايد هڅه کړې وای. خو نه؛ د دوی لومړی ضد له اوربند سره و، دوی د جګړي د ختمولو، يا کمولو پر ځای، جګړه لا تونده کړه، لا يې د بې ګناه مسلمانانو وژلو ته زور ورکړ. نو بدلون او زده کړه دا ډول وي!؟ ايا دا خبره له دوی سره څوک منلی سي، په داسي حال کي چې دا هر څه هره ورځ پخپلو سترګو وينو؟.
نو خبره مي دا کوله چي طالب هغه طالب دی، هيڅ بدلون يې نه دی کړی. هو! که د ښاغلي شير عباس ستانګزي د ږيري سټايلونه دوی موږ ته د بدلون د نمونې په توګه رامخکې کوي، چي په يوه غونډه کي يې ږيره لنډه وي، بله کي اوږده وي؛ په داسي حال کي چي دوی پخپل دور کي بلها د عزت خاوندان پر ږيره بې عزته کړل، نو دا بيا صحیح خبره ده، رشتيا هم دغه يو بدلون پکښي ليدل کيږي. او بل دا چي په طالب کي پخوا د واک او اقتدار د غوښتني څرک خاص نه لګيدی، خو اوس په ښکاره ځان اقتدار ته رسول غواړي، دا که په هر قيمت وي، ان کوم امتيازات چي امريکا اوسني حکومت ته ورکړي، که دا طالب ډلي ته ورکړي، دا ډله به اقتدار ته د رسيدلو لپاره، له امريکا سره هر راز جوړ جاړی وکړي او نوم به د خپل بدلون، عبرت او سياست ورکړي. دا يې هم يو بدلون دی. د کابل د تيري شپې د وحشیانه پيښي شهيدان دي جنتيان سي او زخميان يې دي بيداران سي.