فرهاد داوري

افغان سوله د افغان حکومت او مخالفو طالبانو ترمنځ د Give & Take د اصل له مخي مخته روانه ده، د سولي لپاره افغان حکومت قيمت اېښی دی، دا قيمت پټ دی، پر اثراتو کرار کرار ښکاره کېږي، د سولي لپاره د مذاکرې مېز ته افغان حکومت طالبانو ته مخامخ ناسته تشريفاتي نه ده، بلکي د څه راکه او څه به درکم د اصل له مخي مخته ځي.

يو کال مخکي په هلمند کي ولسي با نفوذه خلکو داسي آوازې خپرولې چي د طالبانو د کويټي شورا د هلمند شمالي ولسواليو ته راځي او په ځانګړي ډول باغران، موسي کلا او کجکي ته راځي، دا خبري د وخت چارواکو رد کړې او خوشي اوازې يې وګڼلې، وروسته طالبانو د هلمند په شمالي ولسواليو کي جګړې د منظم پلان له مخي پيل کړې، دا پلان يې بريالی و، لومړی پر سنګين اور بل سو، سنګين يې بېله د ولسوالۍ د تعمير څخه، نور ټوله ونيوی، وروسته يې نوزاد تر عمليات لاندي راوستی او د ملي اردو د زياتو مهماتو په ګډون ټوله نوزاد يې تر خپلي ولکې لاندي راوستی، د نوزاد ولسوالي ۱۰ کېلومتره شاته راوړل سول، بيا په مسلسل ډول موسی کلا تر بريد لاندي راغله، موسی کلا هم د افغان ځواکونو څخه تشه سوه، که څه هم ملي اردو د زيات وخت لپاره پر روشن ټاور باندي ناست وه، خو هغه دی چي څو اوونۍ مخکي يې هغه هم راووتل، د کجکي ولسوالي خو پخوا لا د طالبانو په لاس کي وه او يوازي د اوبو بند او لږ بازارګۍ د افغان امنيتي ځواکونو په لاس کي و، پدې سره شمالي هلمند په بشپړ ډول طالبانو ته تخليه سو، طالبانو په موسی کلا کي مرکزي حکومت پيل کړ.

Helmand big Sizeد يو کال مخکي ولسي اوازو حقيقت کرار کرار خلکو ته معلومېدی، خو هغه مهال دا خبره ټولو ته څرګنده سوه، کله چي د ۱۳۹۴ کال د حوت په مياشت کي په موسي کلا کي د طالبانو پټه ناسته وسوه، طالبانو د موسي کلا د ولايت نقشه وړاندي کړه، تر څو موسي کلا په ولايت بدله کړي، ولسوالۍ يې ورته مشخصي کړې، هري ولسوالۍ ته ولسوالان او قوماندانان وټاکل سول، پدې سره د هلمند په شمال کي د بل ولايت نقشه جوړه سوه، هغه هم يوازي د طالبانو د ولايت.

د شمالي ولسواليو خلک دا تائيدوي چي ګواګي د کويټي شورا يو کال مخکي لا د هلمند شمال ته راوړل سوېده، په هلمند کي طالبانو ته داسي مهمه سيمه ورکول او افغان امنيتي ځواکونه په پټه خوله وتل، دا د اشرف غني او ملا منصور ترمنځ د جوړ جاړي څرګندويي کوي، پدې سره هلمند تجزيه کېږي، د هلمند شمالي ولسوالۍ په بشپړ ډول د طالبانو لاسونو ته لويږي، طالبان پياوړي کېږي او نور هم د افغان حکومت لپاره خنډونه جوړولای سي.

له بلي خوا د کويټي شورا چي د ملا رسول سره په سيالۍ اخته ده، هڅه کوي چي د افغانستان په خاوره کي ځای پيدا کړي تر څو ملا رسول پر ګونډو کړي.

د هلمند شمالي ولسوالۍ منځني افغانستان ته نيژدې دي، د دې لاري د ارزګان، غور، فراه، کندهار، زابل، غزني او ډايکنډي ولايتونو ته هم په اسانه لاسرسی کولای سي.

په موسي کلا کي اوسمهال د طالبانو لخوا مهم مرکزونه جوړيږي، د قاچاق لپاره ښه زمينه برابره ده، د خلکو شخصي کاروبارونه مخته روان دي، خلک د جګړې څخه سرټکي دي، نو ځکه د تارياکو او طالبانو په حکومت ښه خوشاله دي.

طالبان او پاکستان څه غواړي؟

پاکستان په نړيوال سياسي ډګر کي پدې تورن دی چي طالبانو ته يې ځای ورکړی دی، نو ځکه پاکستان غواړي چي د کويټي طالبي شورا له غاړي واړوي او د افغانستان په خاوره کي پاکستان نيژدې ځای ورته پيدا کړي، پاکستان د هلمند په شمالي ولسواليو کي طالبان مجهز او کنټرولولای سي، د طالبانو جلو د پاکستان د لاسه نه غورځي، پاکستان به له يوې خوا نړيوالو ته خپل مخ سپين کړی وي او له بلي خوا به طالبان په خپل کنټرول کي لري، طالبان هم پدې خوشاله دي چي د خپلي جګړې لپاره نيژدې پلازمېنه ولري، افغان حکومت له مجبوريته دا ځای ورکوي، همدا د سولي لپاره لومړی ګام دی.

د افغان د کور د ادرسه د افغان سره سوله، د طالب لپاره زيات امتياز دی، طالب له دې ځايه د سولي په ادرس زړور ږغېدای سي.

One thought on “طالبان او په هلمند کي د نوي ولايت هڅي/ فرهاد داوري”
  1. ورور جانه مه خفه کیږه
    ګوړه ګوړه وایه خوله به دی خوږیژی
    دپاکستان دلاس پوسی ، چپلوسی او غلامانو دا ارمان به هیڅکله هم پوره نشی ځکه چی

    څو چی پاتی یوافغان وی
    تل به دا افغانستان وی

    دا زما له تاسره ژمنه ده

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *