منان توحیدیار||
طالبانو تل د افغان حکومت د سولې وړاندیز رد کړی او له امریکا سره یې په خبرو ټینګار کړی دی، د طالبانو پلمه دا ده چې تر هغې له افغان حکومت سره سوله نه کوي چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهالویش نه وي په ډاګه شوی.
اوس د سویلي او مرکزي اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازې په ډاګه ویلي چې امریکا تیاره ده له طالبانو سره د سولې د خبرو تر څنګ د بهرنیو ځواکونو د وتلو پرسر بحث وکړي او مهالویش ورته وټاکي.
افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو اړتیا
له دې سترګې نه شي پټیدلی چې بهرنیو ځواکونو پوځي ماموریت ته طالبانو پلمه جوړه کړې، ځکه تر هغې چې په افغانستان کې جګړه وي، بهرني ځواکونه اړدي چې د افغانانو تر څنګ پاتې شي، امریکا دا کار د دې لپاره کوي چې افغانستان یو ځل بیا د القاعده او نورو ترهګرو ډلو په پټنځای بدل نه شي.
په دې برخه کې افغانان هم ټینګار لري چې د جګړې په دوام کې دې بهرني ځواکونه له افغانستان نه وځي، کنه بیا به د نویمې لسیزې ناکامه تجربه تکرار شي، هغه مهال تنظیمونو جنګي ډلې د شورویانو وتل غوښتل چې بیا به د ډاکټر نجیب الله له حکومت سره روغه جوړه کوي، خو کله چې شورویان ووتل، تنظیمونو کابل ونیو او بیا یې خپل منځ جګړو کې د واک پرسر کابل ویجاړ کړ چې تر ننه یې نښې نښانې ښکاري.
افغانان تېرې ناکامې تجربې ته په کتو اوس له امریکا سره په دې نه سلا کیږي چې پرته له روغې جوړې دې د امریکا پوځي ماموریت په افغانستان کې پاي ومومي، ځکه اوس په طالبانو هیڅ ډول باور نشته چې ګنې د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره به نور له جګړې لاس اخلي او د سولې له پروسې سره به یو ځای کیږي.
له دې سترګې نه شي پټیدلی چې طالبان هم له داسې هېوادونو تمویل کیږي چې هغوی خپلې ګټې په افغانستان کې پر طالبانو باندې ساتي او پالي، کله چې بهرني ځواکونه له افغانستان ووځي، هغه هېوادونه به خپل فرمایشونه لري چې طالبانو ته امکانات برابروي او طالبان اړ دي چې فرمایشونه یې ومني.
د طالبانو مشران او زیات نور غړي یې همدا اوس له ځینو هېوادونو سره یرغمل دي، یا یې کورنۍ یرغمل دي او یا دوی خپله نه شي کولای چې په خپلواک ډول د سولې خبرو ته راشي او په خپلواک ډول د جګړې مسیر وټاکي.
نو په همدې اساس په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو په حضور باندې ټینګار کیږي، د بهرنیو ځواکونو له ملاتړ او تجهیزاتو پرته افغان ځواکونه نیمګړي دي او نه شي کولای چې په افغانستان کې د زیاتو ترهګرو ډلو مقابله وکړي.
پر طالبانو څنګه باور وشي
پر طالبانو اوس افغان ولس هم باور له لاسه ورکړی، ځکه دا ډله په وروستیو کې افغان ولس ته لکه د لمر ښکاره شوه چې د کوم هدف لپاره په افغانستان کې جګړه کوي او ولې له سولې تېښته کوي.
د افغان حکومت پراخ وړاندیزونه او د سولې د خبرو لپاره اوربند هغه تمایل و چې د سولې د پروسې لپاره کیدای شو، خو طالبانو د خلکو غږ ته د جاسوس نوم ورکړی او د سولې پرځای يې په جګړه ټینګار وکړ.
افغان حکومت د طالبانو د هغه وړاندیز په اړه چې د بهرنیو ځواکونو د حضور په تړاو یې له کلونو لري، لبیک ووايي او طالبان یې وننګول چې راشئ چې د سولې په میز باندې د بهرنیو ځواکونو په پوځي حضور باندې خبرې وکړو، خو طالبانو بیا هم دا رد کړه او هیڅ ډول غبرګون یې و نه ښود.
طالبان په دې تمه دي چې ګنې لومړی به بهرني ځواکونه له افغانستان وځي او بیا به دوی سوله کوي، خو داسې هيڅکله نه شي کیدلی، ځکه پر طالبانو نو کله باور کیدای شي، هغه ډله چې د ولسونو منځ کې ځانمرګي او ډله ییز بریدونه کوي، هغه ډله چې نن د سولې له خبرو تېښته کولای شي، سبا له بل څه هم منکریدلی شي.
اوس د طالبانو د بهرنیو ځواکونو د پوځي حضور پلمه د مرکزي او سویلي اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازې له منځه یوړه او تېره ورځ یې په ښکاره وویل چې امریکا تیاره ده د افغانستان د جګړې د حل لپاره له طالبانو سره د خبرو تر څنګ د ځواکونو د وتلو مهالویش هم وټاکي.
له دې وروسته که بیا هم طالبان پر جګړه ټینګار کوي او له سولې تېښته کوي، نو ښکاره ده چې دا یوه ترهګره ډله ده او د افغانانو د وژلو او افغانستان د ورانولو لپاره روزل شوې او جګړه کوي.
سوله لومړیتوب دی او د سولې لپاره پلمې پیدا کول، د اسلام او افغانانو دښمن دی.