طالبان اوس تر بل هر وخت جګړه کې پست خلک دي چې د جګړې ټول اصول یې مات کړي او د اسلام له نوم څخه په ګټنې هغه کار کوي چې هیڅ په اسلام او نورو دینونو کې نشته.

هسې هم افغانان اوس په دې پوه شوي چې طالبان د پاکستان د ګټو لپاره جګړه کوي او په دې خبره د پاکستان پخوانیو چارواکو اعتراف هم کړی، خو دا چې د اسلام تر نامه لاندې افغان ځوانان د جګړو لیکو ته جذبوي د اسلام نوم یې بد کړی دی.

طالبان چې اوس تر بل هر وخت په جګړه کې ماتې خوړلې، هوایي بریدونه او ځمکني عملیات پرې زیات شوی، زیات کسان یې وژل کیږي، ټپيان کیږي او بندیان کیږي، اوس یې داسې تګلاره غوره کړې چې د افغان حکومت څخه یا ځان خلاص کړي او یا افغان حکومت نوم بدی کړي.

طالبانو تراوسه د جګړې تمرکز په کلیو کې و، اوس هم دی، خو کله کله به دښتو، غرونو او یا کلیو وتل او له افغان ځواکونو سره به یې جګړه کوله، خو اوس له دې ټولو لار وتلي او هر ځای چې له کلي دوه کسان طالبان هم ووځي، افغان ځواکونه یې هوایي برید کې په نخښه کوي.

طالبانو اوس تر ټولو مقدسو ځایونو جوماتونو او مدرسو ته مخه کړې، په جوماتونو او مدرسو کې غونډې کوي، سره راټولیږي او لوی پلانونه جوړوي.

په مدرسو او جوماتونو کې د طالبانو راټولیدنه دوه ګټې د طالبانو لپاره لري، یو دا چې مدرسه او جومات په افغان جګړه کې د افغان ځواکونو لپاره تر ټولو مقدس ځای دی او طالبانو له همدې څخه په استفادې مدرسې او جوماتونو کې سره راټولیږي.

طالبان پوهیږي چې افغان ځواکونه په مدرسه او جومات هر کله برید نه کوي او دوی کولای شي په ارامۍ باندې خپل ملګري راټول او پلانونو باندې خبرې وکړي.

بله دا چې طالبان فکر کوي، که ممکن افغان ځواکونه په مدرسه او یا جومات باندې برید کولو ته اړ شي، نو دا د افغان ځواکونو لپاره د بدنامۍ او طالبانو لپاره د جلب جذب ښه وسبه کیږي چې طالبان په دواړو باندې خوشحاله دي، که یې غونډه وکړه، هدف ته ورسیدل او که برید پرې وشو نو افغان حکومت نوم بدی کیږي او د طالبانو لپاره د ځوانانو جذبول اسانه کیږي.

په کندز کې د طالبانو پر یوې غونډې له برید وروسته تاسو د طالبانو تبلیغات ولیدل چې دې برید ته یې څه رنګ ورکړ او څومره استفاده یې ترې وکړه چې د ځان په ګټه یې راوڅرخوي.

تاسو به د شنبې په ورځ خبرونه اوریدلي وي چې د خوست په یوې مدرسه کې طالبانو یو موټر کې چاودیدونکي توکي ځای په ځای کول چې د افغان ځواکونو له لوري نیول شوی دی.

طالبان اوس د جګړې د ماتې په وروستي حد کې دي او د بري لپاره له هرې ممکنې لارې کار اخلي چې لوی بریدونه وکړی، خو دا چې افغان ځواکونه اوس تر بل هر وخت پیاوړي او بیداره دي، له طالبانو یې لاره ورکه کړې او طالبان په جګړه کې د ملکي وګړو د سپر په توګه کار اخلي.

که چیرې د طالبانو جګړه د ملکي خلکو په منځ کې نه وای، په اوسط ډول به هره ورځ د طالبانو پنځه سوه کسان وژل کیدلی، خو دا چې افغان ځواکونه د ملکي وګړو ژوند ته پام کوي، پر طالبانو باندې کلیو کې هوایي بریدونه نه کوي او همدا لامل دی چې د طالبانو سا اوږده شوې او ژر وژل یې اسانه نه دی.

طالبان چې په فریبانه تبلیغاتود اسلام په نوم جګړه کوي، په جګړه کې د اسلام څه چې د کفر قوانینو څخه هم سرغړونه کوي او هغه څه چې د جګړې اصول دي، ټول یې د پاکستان د څارګرې ادارې د شیطاني تګلارو لپاره مات کړي او افغانان قرباني کوي.

طالبانو په تېره پنځلس کلنه جګړه کې ټول هغه مقدسات نوم بدي کړل چې افغانانو پرې کلونه قرباني ورکړي، طالب خپله جوماتونه په نخښه کوي او بیرته جوماتونو کې پنا اخلي چې څوک یې و نه وژني.

دا د جګړې تر ټولو پست ترین حالت دی چې په طالبانو راغلی او انشاءالله د ولسونو په همکارۍ به په دې پست حالت کې هم ماتې خوري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *