تاند، چهارشنبه، د ثور ۳ مه: وروسته له هغه چې په بدخشان کې د داعش ډلې د فعالیتونو راپورونه راغلل اوس طالبانو ویلي، چې داعش ډله نوره په افغانستان کې نشته.

چارواکو ویلي وو، چې تر ننګرهار او کونړ وروسته د داعش او القاعده ډلو شپږ سوه کورنۍ چې زیاتره يې د منځني ختیځ د چیچن، تاجکستان، ایغور او ازبکستان اتباع دي، د بدخشان ولایت جرم ولسوالۍ ته راغلي او دا سیمه یې د خپل فعالیت مرکز ګرځولې.

خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد بیا دا ډول خبرونه ردوي او وایي، په افغانستان کې نور داعش ډله نشته؛ خو ځیني جهتونه یې په مطرح کولو کې خپلې ګټې لټوي.

نوموړي پر خپل ټویټر لیکلي: ((په بدخشان ولایت کې د داعشيانو او نورو بهرنیو اتباعو په اړه د ځینو رسنیو راپورونه حقیقت نه لري. ځينې جهتونه غواړي له دا ډول موضوعاتو څخه د پروپاګند په ډول استفاده وکړي، اوبه خړې او ماهیان په کې ونیسي. په بدخشان ولایت او ټول هیواد کې د داعش په نوم کومه ځاله نه ده پاتې.))

طالبانو په داسې حال کې د داعش ډلې د ختمېدو ادعا کړې چې د ملي امنیت لخوا د داعش خراسان د پاکستاني والي، د مخابراتو بنګله دیشي مسوول او نن د داعش ډلې د اړیکو د پاکستاني مسوول په نیول کېدو دغه بنسټ ادعا کړې چې د طالبانو، داعش، حقاني شبکې، لشکرطیبې او نورو پاکستاني استخباراتي ډلو تر منځ له ژورو اړیکو یې پرده پورته کړې ده.

پر طالبانو تور دی چې داعش ددوی د حقاني شبکې ښاخ دی او وروستي بربدونه حقاني شبکه د همدغې ډلې له لارې ترتیبوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *