تاند، یکشنبه، د حمل ۳۱مه: افغان ځواکونو په جوزجان کې د خماب ولسوالي له طالبانو څخه په بشپړ ډول پاکه کړه.
د جوزجان د والي ویاند عبدالمعروف اذر تاند ته په یو استولي پیغام کې ویلي، خماب ولسوالي اوسمهال په بشپړ ډول د افغان ځواکونو تر ولکې لاندې ده او طالبان ترې پرشاص شوي دي.
نوموړی وايي، د خماب د بیرته نیولو په عملیاتو کې د طالبانو لخوا دغه ولسوالۍ لپاره د ولسوال مرستیال ملا غلام سرور له ۱۳ وسله والو سره وژل شوی دی او۱۰ تنه نور وسله وال یې ژوبل دي.
خماب ولسوالي له دوه کلونو راهیسې له طالبانو سره وه خو اوس د افغان ځواکونو لخوا نیول شوې ده.
څو ورځې وړاندې د جوزجان د قرقین ولسوالۍ د کلیفت بندر هم له طالبانو پاک شوی و او قرقین کې لا هم د طالبانو پر ضد عملیات روان دي.