په افغانستان کې د امریکا سفیر اشنا تلویزیون ته په مرکه کې وویل چې په طالبانو باندې به نظامي فشار تر هغو پورې روان وي چې دوی سولې ته تیار شي. د سفیر په قول، طالبان که سولې ته نه تیاریږي نو د نظامي فشار په نتیجه کې به ډیر تلفات وویني.

 دې کې شک نشته چې که جنګ ادامه پیدا کوي نو یوازې طالبانو ته تلفات نه اوړي بلکې طالبان هم تلفات اړولای شي خو سوال دا دی چې طالبان چا ته تلفات اړولای شي؟

 امریکا خو د هوا له لارې طالبان په نخښه کوي او چې نخښه غلطه شي نو عام افغانان پکې مري او طالبان چې د هوایي قوتونو د مقابلې امکان نلري، نو په زمکه باندې په عملیاتو بوخت وي. په زمکه باندې څه کوي؟ په کلیوالو باندې د ډوډۍ خوړل، د کلیو په لارو کې ماینونه خښول، د جنګ او ناکرارۍ په وجه د اقتصادي او انکشافي چارو مخنیوی، تر خپل کنټرول لاندې سیمو اوسېدونکي د رایې له حق او انتخاباتو څخه محروم ساتل، د پولیو د واکسین مخنیوی او چې ډیره توره وکړي نو د افغانستان د مامور، عسکر او پولیس وژل.

 طالبان وایي دوی ځکه جنګ کوي چې امریکایانو افغانستان اشغال کړی دی خو په دې باره کې بیا پټه خوله دي چې په دغه جنګ کې څوک وژل کیږي او د چا کور تباه کیږي؟ ایا څرنګه چې د طالبانو په قول امریکایانو افغانستان اشغال کړی دی، نو افغانستان دې دولت ونلري؟ افغانستان دې پولیس ونلري؟ افغانستان دې نظام ونلري؟ افغانان دې در په دره او مهاجر وي؟

 طالبانو ته د جنګ د ادامې لپاره استدلال سخته دی او شاید همدا وجه وي چې د افغانستان د جنګ په باره کې له خبرو او مذاکراتو تیښته کوي. طالبانو د افغانستان له علماوو وغوښتل چې په اندونیزیا کې د علماوو غونډې ته ورنه شي. که له طالبانو سره د جنګ د دوام واقعي او شرعي دلایل وای، نو د علماوو غونډې ته یې ولې نه وړاندې کوي؟

 د ځینو کارپوهانو په اند په تیرو څو اونیو کې چې طالبانو د ولسمشر اشرف غني د سولې وړاندیز ته منفي ځواب نه دی ورکړی او سکوت یې اختیار کړی دی، دا یو مثبت تحول دی، ځکه چې طالبان په خپل منځ کې مشورو ته ضرورت لري او لا مهمه دا چې که د ولسمشر غوښتنه فورا ومني نو مانا یې دا ده چې دوی له جنګه ستړي شوي دي. دوی د ځان کمزوري نه ښودلو په خاطر هم دې ته اړتیا لري چې یو څه وخت وروسته ځواب ورکړي.

  د زړونو مالک خدای دی او مونږ نه پوهېږو چې د طالب مشرانو په زړونو کې څه ګرځي خو په افغانستان کې د امریکا د سفیر دا خبره دقیقه ده چې که جګړه هر څومره اوږدیږي، هغومره به د طالبانو تلفات ډیرېږي. زما په اند د جګړې د اوږدېدو په نتیجه کې طالبانو ته لا لوی تاوان دا دی چې په افغانستان کې د خلکو فاصله ورڅخه زیاتیږي. د افغانستان خلک د دنیا د بل هر ځای د اوسېدونکو غوندې امن، ژوند ، ترقي ، تعلیم، صحت، کار او ښه اقتصاد غواړي چې د جنګ ادامه د دې ټولو انساني غوښتنو خلاف ده.

 کله چې د افغانستان حکومت وایي چې د امریکایي عسکرو د وتلو په شمول په ټولو مسایلو خبرې کېدای شي او کله چې امریکا پخپله وایي چې څوپورې طالب له جنګه لاس نه اخلي، زه له افغانستان څخه نه وځم، نو د طالب جنګ حتی د طالب  د تر ټولو لوی مقصد یعنې د امریکايي عسکرو د وتلو لپاره ګټه رسوي که خنډ جوړوي؟

 د طالبانو بله لویه ادعا دا ده چې دوی ګویا اسلامي نظام غواړي. په راروان لمریز هجري کال کې به په افغانستان کې د ولسي جرګې لپاره انتخابات وي. که طالب خپل همدې مقصد ته ځان رسوي ایا ښه لاره یې دا ده چې جنګ ادامه ومومي او که دا ده چې خلک انتخاباتو ته پرېږدي او په انتخاباتو کې د هغو کسانو حمایت وکړي چې د دوی له نظریاتو سره سم قوانین غواړي؟

 که چیرته په پاکستان کې جماعت علمای اسلام یا جمیعت اسلامي د انتخاباتو له لارې د خپلې خوښې مطابق اسلامي نظام د جوړولو لپاره مبازره کوي او دا مبارزه ورته د اسلام مطابق ښکاري، نو طالب خو هم د همدغو کسانو په مدرسو کې سبق ویلی دی او له کوم بیل کتابه خو الهام نه اخلي. دغه راز که د طالبانو سیاسي دفتر په هغه قطر کې جوړېدای شي چې د امریکا لویې پوځي اډې پکې دي، نو دا دفتر او سیاسي فعالیت په افغانستان کې هم ممکن دی.

 طالب مشران دې د افغانستان د خلکو په خاطر او د خپلو غړیو په خاطر چې هره ورځ وژل کیږي، د بې مانا او تباه کوونکې جګړې په ختمېدو باندې فکر وکړي او خپلو مقصدونو ته د رسېدو لپاره دې د بدیلو لارو د غوره کولو اخلاقي شجاعت دې ولري.

2 thoughts on “طالبان دې د جګړې په بدیل فکر وکړي | شفیق اندړ”
  1. طالبان نه بلکې امریکایان دې دجګړې په بدیل فکر وکړي
    عجیبه منطق دی
    طالبانو او ولس باندې دا جګړه تحمیل شوې

  2. لیکوال خو وایي چې په جګړه کې امریکا او امریکایان نه بلکې افغانان، طالبان او افغانستان تباه کیږي نو له امریکا به د بدیل غوښتنه څه ګټه وکړي؟ طالبان که ځانونو ته افغانان وایي باید هغه جنګ بس کړي چې فایده یې پاکستان او امریکا ته رسي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *