تاند- د طالبانو په قول په راپورونو کې ویل شوي چې دا ډله په دې غور کوي چې په لوی اختر کې د څلورو ورځو لپاره اوربند اعلان کړي.

رویټرز خبري اژانس او یو شمېر نورو رسنیو نن راپور ورکړ چې د طالبانو د کوټې شورا به ژر د اوربند په اړه غونډه جوړه او پرېکړه وکړي.

د افغانستان حکومت هم مخکې ویلي و چې ممکن په لوی اختر کې هم اوربند اعلان کړي خو په وروستیو ورځو کې یې څه نه دي ویلي.

رویټرز خبري اژانس د طالبانو د دوو مشرانو په قول ویلي، که د طالبانو د مشرتابه شورا پر اوربند سلا وکړه نو اوربند به په غزني کې اعلان کړي چې په وروستیو ورځو کې د طالبانو د خونړیو حملو میدان و.

دوی دغه راز ویلي چې دوستو هیوادونو مشوره ورکړې چې د اختر په مناسبت څلور ورځې اوربند اعلان کړي.

تېر ځل هم په یو شمېر راپورونو کې ادعا شوې وه چې طالبانو د پاکستان د پوځ د فشار په نتیجه کې د کوچني اختر په مناسبت اوربند اعلان کړ.

رویټرز د طالبانو د یوه مشر په قول ویلي چې د دې ډلې مشران د کوچني اختر د اوربند په شان همنظره نه دي خو وروستۍ پرېکړه به د طالبانو مشر ملا هیبة الله اخوندزاده وکړي.

د تېر اختر له اوربنده وروسته ډېرې هیلې وغوړېدې چې د طالبانو او حکومتي خواکونو ترمنځ به دښمنۍ کمې شي خو طالبانو د اوربند له پای ته رسېدو وروسته حملو ته لا زیات زور ورکړ.

په وروستیو ۴ ورځو کې په غزني، فاریاب او بغلان ولایتونو کې د طالبانو په حملو کې شاوخوا ۲۰۰ افغان امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.

One thought on “طالبان د اختر په مناسبت پر ۴ ورځڼي اوربند غور کوي”
  1. غول خوری.
    پښتانه یی وشرمول. رښتیا هم چی له پښتونه کم عقل او بدبخته بل نشته. نور می کرکه راځی چی ځان ته پښتون ووایم. ته وګوره نور قومونه څه کوی او راشه زمونږ بدبخته پښتون وګوره چی نه خپله انساني ژوند غواړی او نه هم نور ژوند کولو ته پریږدی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *