تاند- راپورونه وايي چې وسله وال طالبان د اروزګان ولایت مرکز ترینکوټ ښار ته ننوتي او په ښار کې دننه سخته جګړه روانه ده.
لومړني راپورونه وايي چې دولتي چارواکي له ښاره وتلي دي.
پرون د اروزګان د ولایتي شورا رييس وویل چې که د هوا له لارې ژر کومکي ځواک ورونه رسېد طالبان ترینکوټ نیسي خو د دغه ولایت امنیه قوماندان بیا ادعا وکړه چې طالبان یې له ښاره ۱۵ کیلومتره شا ته تمبولي دي.
د اروزګان د والي ویندوی دوست محمد نایاب نن /پنجشنبه/ وویل چې لا هم په ترینکوټ کې د ولایت او امنیه قوماندانۍ ودانۍ د دولتي ځواکونو په لاس کې دي خو طالبانو نن سهار دا ودانۍ محاصره کړي دي.
نایاب همداراز وویل چې طالبانو د ښار په شاوخوا کې ټولې امنیتي پوستې نیولي یا ویجاړې کړي دي.
ده دا هم وویل چې حاضردمه د امنیه قوماندانۍ په شاوخوا کې سخته جګړه روانه ده.
د اروزګان د والي ویندوی له کابله وغوښتل چې فوراً کومکي ځواک ورولېږي.
ده د مرګ ژوبلو په اړه څه ونه ویل خو ویې ویل فکر کوي چې ټول ښار به ژر طالبان ونیسي.
د اروزګان یوه قومي مشر باریداد فرانس پریس خبری اژانس ته ویلي، طالبان هڅه کوي چې د ملي امنیت ریاست او امنیه قومانداني ونیسي. دا وېره هم شته چې پر محبس یرغل وکړي.
پرون /چهارشنبه/ د اروزګان د ولایتي شورا رييس عبدالکریم خادمزي خبرداری ورکړی و چې وسله وال طالبان د دغه ولایت د مرکز دوه کیلومترۍ ته رسېدلي او که ژر کومکي ځواک ور ونه رسېږي، ممکن ولایت د طالبانو لاس ته ولېږي.
ده دا هم ویلي چې د ترینکوټ په یو کیلومترۍ کې جګړه روانه ده، ډېر خلک مجبوره شوي چې کورونه پرېږدي او نورو سیمو ته ولېږدي.
خو د اروزګان امنیه قوماندان محمد ویس صمیمي وروسته ادعا وکړه چې طالبانو د ګرم اب، ککرک، مهراباد، ده جوز، او تنګي په سیمو کې پر امنیتي پوستو بریدونه وکړل او له سختې جګړې وروسته شاتګ ته مجبوره شول.