تاند، شنبه، د سنبلې ۲۳مه: طالبانو په یوه تازه اعلامیه کې اعتراف کړی دی چې امریکا ورته د دایمي نظامي اډو په بدل کې د افغانستان د دولت سپارلو ژمنه کړې وه.
طالبانو نن شنبه په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې امریکا ورسره د اقتصادي او نړیوالو سیاسي همکاریو ژمنه هم کړې وه خو په وینا یې چې دوی دا ژمنه رد کړه.
طالبانو نه دي ویلي چې دا غوښتنې ورسره امریکا څه وخت او د چا په واسطه مطرح کړې دي؟
طالبانو ویلي، د دوی جګړه به د پردیانو پر ضد تر هغو روانه وي چې په وینا یې اسلامي حکومت رامنځته شي، خو د هیڅ لوري فشارونه به ونه مني.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو او امریکا تر منځ د هوکړې پر متن افغان حکومت هم کلکې نیوکې درلودلې او له زلمي خلیلزاد سره یې اختلافات هم زیات شوي وو.
په همدې حال کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي نږدې ترین کس عبدالکریم خرم هم نن پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د سولې هوکړه کې جدي ستونزې وې او افغانستان یې ټوټه ټوټه کاوه، مګر له که بیا مذاکرات پیلېږي نو په دې برخه کې دې افغاني لوري، طالبان او نور خورا محتاط اوسي او له پامه د نه غورځول کېږي.