تاند د افغانستان برښناشرکت وايي، وسله والو طالبانو د دوی انجنیرانو ته اجازه نه ده ورکړې چې له اوزبکستان څخه افغانستان ته د وارداتي برېښنا ستنې ترمیم کړي.

وسله والو طالبانو په ځلونو له ازبکستان او تاجکستان څخه افغانستان ته د واردېدونکې برېښنا ستنې الوزولي او له کبله یې افغانستان نه یوازې ملیونونه ډالر تاوان اړولی بلکې په ځانګړي ډول په ژمي یې د خلکو کړاوونه زیات کړي دي.

د افغانستان برښناشرکت ویندوی وحیدالله توحیدي نن رسنیو ته وویل، تېره شپه د پلخمري په اړونده سیمه چشمه شیر کې د نښتې په لړ کې د ازبکستان وارداتي برېښنا پرچاو شوه.

توحیدي وايي، هڅه روانه ده چې طالبانو ته قناعت ورکړل شي چې د برښناشرکت تخنیکي مامورین د برېښنا بېرته وصلولو ته پرېږدي.

د ازبکستان د برېښنا د پرچاو کېدو له کبله د کابل او یو شمېر نورو ښارونو برېښنا اغېزمن شوې ده.

4 thoughts on “طالبان د برښناشرکت مامورین نه پرېږدي چې د ازبکستان برېښنا وصل کړي”
  1. زه نه پوهېږم چې طالبان به د وطندوستي او حب الوطن د ایمان کومه وړه زره په زړه او مغز کې لري او که نه ؟
    خپلو هېوادوالو ته ضرر او مالي ، اقتصادي تاوان رسول طالبانو ته څه ګټه لري؟
    د دې کارونو په کولو سره د ولس او افغان ویاړلي ملت تنفر او کرکه له دوی نه زیاتیږي.

  2. د ا طالبان نه د ا د افغانستان د خلکو قاتلان دي چی دا کرغیړنی هڅی کیږی دا ټول د ای اس ای په قومنده داسی کیږی چی خپلو هغو خرڅ شوو سپو قاتلا نو ته چی هغو ی هیڅ ‌‌‌‌‌‌ډول انسانی ضمیر نلری کیږی ، دا ‌‌‌‌‌‌ډول ملی ضد افغان دوشمنه اعمال د همدغو خینځرو مجاهیلینو لخوا هم تر سره کیدل دوی د بریښنا پایی غورځول او بیا به د دوی رحبران چی همدا اوس په کابل کی دي فخر کاوه دا لړی له څلورو لسیزو راپه دیخوا ادامه لری . د ای اس ای یواځینی هدف دا دۍ چی د ګران لوی افغانستان بنیادی اقتصادی سیاسی او تاریخی جوړښتونه له مینځه یو سی تر څو افغانستان په پښو ونه دریږی . په درنښت مالیار

  3. دا بزدله او کينه دله حیوانان دي چی نه غواړی دا ولس په سوکالي کی ژوند وکي

  4. دغه حال دی طالب د روښنایی ضد دی غواړی د افغانستان ملت په تیاره کی وی ! ددی ډلی نو د افغانستان ملت ته ، اطفالو ته ، مریضانو ته او دافغانستان اړو او عامو خلکو ته څه خیر رسیږی ؟ چه حتی بریښنا یی هم نه ورباندی پیرزو کیژی چه د افغانستان خلک دهغه نه استفاده وکړی ؟ مساجد تیاره کوی ، مکاتب تیاره کوی ، اصلآ دوی د تعلیم او ترقی مخالف دی او د پردیو په کمیشن دغه کارونه تر سره کوی ، نور نو څه دلیل لری ؟ بله ده چه دوی خو د اوربند د کموالی وعدی ورکړی وی ، دوی خو اور دجګړی زیات کړی او حتی تر دی چه اوس د بریشنا پایی هم تخریبوی . په ده کارونو یوازی د خپل ذلت او ناکامی د پاره نور هم زمینه برابروی او د افغانستان د ملت او خلکو نفرت او غصه د ځان په ضد را پاروی .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *