تاند- د افغانستان برښنا شرکت وايي، وسله وال طالبان د هلمند، کندوز او فاریاب ولایتونو په هغو سیمو کې، چې د دې ډلې تر کنټرول لاندې دي، په کال کې د برښنا د ۶ ملیون افغانیو محصول اخلي.
په کندوز کې طالبان له ۳۳ زره مشتریانو څخه د برښنا محصول اخلي.
د افغانستان برښناشرکت ویندوی وحیدالله توحیدي وايي چې په هلمند او فاریاب کې هم طالبان د برښنا محصول ټولوي چې ټول نژدې ۶ ملیونه افغانۍ کېږي.
دا ډله په هلمند کې د برښنا له درکه د کال ۳۰۰ ملیون افغانۍ ټولوي چې څلورنیم ملیون ډالره کېږي.
په هلمند کې طالبان تر ټولو زیات عواید له مخدرو موادو څخه ترلاسه کوي.
طالبان د برښنا له درکه په ترلاسه کړو پیسو د جګړې اور تود ساتي.
طالبان په بېلابېلو سیمو کې د عشر و زکات په نامه هم له کروندګرو او نورو خلکو پیسې اخلي.
د برښنا ځیني مزي په هغو ساحو کې تېر شوي چې د طالبانو په کنټرول کې دي.
په کندوز کې له تاجکستانه د برښنا مزي د دغه ولایت په هغو سیمو کې تېر شوي چې د طالبانو ترلاس لاندې دي. که طالبان برښنا پرېنږدي تخار او بغلان ولایتونه بې برقه کېږي.
همداراز لشکرګاه ښار ته برښنا د طالبانو له سیمو څخه تېرېږي.
که دا حکومت ؤ او دا ظرفیتونه وو او همدا خیانیتونه وو
بیا به د ټول هیواد مالیه هم را ټوله کړي