تاند، جمعه، د حمل ۸مه: د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د افغان دولت لخوا دوی ته د بندیانو سپارل شوی لیست ګڼ تناقضات لري.

ذبیح الله مجاهد ویلي، افغان حکومت ورته د ۹۰۰ بندیانو لیست سپارلی او ترې د دغو بندیانو خوشې کېدو غوښتنه یې کړې ده، خو په وینا یې چې دا لیست تناقضات هم لري.

نوموړی وايي، په لیست کې د هغو نظامیانو نومونه هم ورکړل شوي دي چې له داعش سره په جګړه کې وژل شوي دي یا یې شهرت او د نیول کېدو ځای په بشپړ او دقیق ډول نه دی ذکر شوی.

 د مجاهد په خبره د همدې لپاره ورسپارل شوی لیست یې بیرته افغان حکومت ته استولی دی.

  بلخوا د ملي امنیت پخوانی رئیس رحمت الله نبیل ادعا کوي چې افغان حکومت له طالبانو سره د خپلو بندیانو دقیق لیست نه لري: (( طالبانو ته سپارل شوي لیست کې ۳۰۰ تنه نظامیان زنداني نه دي، ممکن یا شهیدان شوي وي یا تښتېدلي وي چې حکومت ترې خبر نه لري.))

 نبیل پر حکومت نیوکه کړې چې ولې د طالبانو په ولکه کې د خپلو بندیانو لیست نه لري؟

د نبیل په  خبره له طالبانو سره دا مهال ځینې داسې خلک هم بندیان دي چې هغوی په شخصي دعواو کې نیولي دي.

 خو د ملي امنیت شورا بیا وايي، هر څوک چې په دې اړه خبره کوي باید په مسوولیت څرګندونې وکړي.

د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل وايي، د طالبانو لخوا د جګړې دوام د دې سبب شوی دی چې د بندیانو لیست تغیر وکړي: (( طالبانو لا په اوربند هوکړه نه ده کړې، جګړې ته دوام ورکوي تر څو ډیر خلک برمته کړي، هر څوک چې په دې اړه څرګندونې کوي بایدمسوولانه وي او د دې پروسې د سبوتاژ لپاره نه وي، دا یوه تخنیکي او عدلي موضوع ده.))

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت او طالبانو د زندانیانو د تبادلې په اړه له دوه ځلې ویډیويي مذاکراتو وروسته توافق کړی چې سل طالب بندیان به په راتلونکې اوونۍ کې خوشې کېږي او د طالبانو یو پلاوی به هم بګرام ته راځي تر څو خپل بندیان تثبیت کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *