تاند- (دوشنبه، د میزان ۱۵) هندي رسنۍ وايي، ۳ هندي انجنیران چې تېر کال په افغانستان کې طالبانو تښتولي ول، خوشي کېږي.
د ۲۰۱۸ په مې میاشت کې وسله والو طالبانو په بغلان ولایت کې ۷ تنه هندیان، چې اکثره یې انجینیران ول او پر یوه برېښناکوټ یې کار کاوه، وتښتول.
د هغوی له منځه یو تن د سږ کال په لومړیو کې خوشي شو خو درې نور لا هم برمته دي.
دوی د بغلان ولایت مرکز پلخمري ته نژدې د باغ شمال له کلي له دې سره سره وتښتول شول چې طالبان وايي، د ټولګټو پروژو مخه نه نیسي او ملاتړ یې کوي.
هندي رسنۍ وايي چې طالبانو د دغو انجینیرانو د خوشي کولو پرېکړه وروسته له دې کړې چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په اسلام اباد کې د ملاعبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو له پلاوي سره ولیدل.
د شنبې په ورځ د افغانستان د بهرنیو چارو سیاسي مرستیال ادریس زمان په یوه خبري غونډه کې وویل چې زلمي خلیلزاد له طالبانو سره یوازې د برمته شویو کسانو په تېره بیا د افغانستان د امریکايي پوهنتون د دوو بهرنیو استادانو د خلاصون په اړه خبرې کړي دي.
طالبانو په ۲۰۱۶ کال په کابل کې د افغان امریکايي پوهنتون له مخې دوه استادان، چې یو امریکايي او بل استرالیايي و، وتښتول چې لا هم له دې ډلې سره برمته دي.
خو هندي رسنۍ وايي چې طالبان بهرني اتباع په دې شرط خوشي کوي چې د افغانستان حکومت د جلال الدین حقاني د کشر زوی په شمول ۱۱ تنه طالبان خوشي کړي.
د هندي رسنیو د راپور له مخې، د افغانستان حکومت موافقه کړې چې د حقاني د زوی په شمول ۱۱ طالبان خوشي کړي.
په اسلام اباد کې یوې حکومتي سرچینې وویل، امریکايي پلاوي له طالبانو غوښتي چې ۵ بهرني یرغمل، چې ۳ یې هندیان، یو امریکايي او بل استرالیايي دي، خوشي کړي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان له حکومته مننه کړې او ویلي یې دي«موږ د افغانستان له حکومته په دې خوښ یوو چې د هندي اتباعو په خلاصون او بېرته هند ته د هغو په لېږلو کې مرسته کوي.»
یرغمل شویو هندیانو، چې د مومبي د کې اي سي کمپنۍ غړي دي، په بغلان کې د برېښنا د یوه سب سټېشن په جوړولو کار کاوه.
د کې اي سي کمپنۍ شاوخوا ۶۰ تنه کارکوونکي د افغانستان په بېلابېلو پروژو کې په کار بوخت دي.
دقریشی او ملا برادر اخند دغه تصویر دامارت مخالفین ورخطا کړی ده