تاند، شنبه، د جدي ۲۱مه: طالب ویاند سهیل شاهین د روسیې له تاس خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي، دوی په تمه دي چې له امریکا سره یې د سولې د هوکړې د لاسلیک نېټه ژر تر ژره مشخصه شي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند زیاته کړې، هوکړه نهايي ده خو لا یې د لاسلیک نیټه نه ده مشخصه شوې او دوی په تمه دي چې ژر تر ژره به په دې اړه یو پرمختګ رامنځته شي.

دا په داسې حال کې ده چې ویل کېږي زلمی خلیلزاد په قطر کې دی او له طالب مشرانو څخه یې فقط د اوربند په اړه پوښتلي دي چې توافق یې پرې راغلی دی که نه دی؟

د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې مذاکرات په لسم پړاو کې د ډسمبر په ۱۳مه له هغې وروسته وځنډول شول چې امریکا له طالبانو د لس ورځني اوربند او له افغان حکومت سره د مخامخ کېناستو غوښتنه وکړه او طالبانو يې په اړه وویل چې دوی به له خپلو مشرانو سره مشورې وکړي.

اوس چې د ملا شهاب الدین دلاور په مشرۍ طالب پلاوی بیرته له کویټې شورا ستون شوی دی، دا خبرې تودې دي چې دوی ته د اوربند هوکړه نه ده ورکول شوې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *