د طالبانو سخت دریځه او بنسټ پاله رژیم د زیږیدو له ورځې تر پایښته له نړیوالو سره هیڅ ډول ډیپلوماټیکې ، کلتورې ،اقتصادې د پام وړ اړیکې نه درلودلي پاکستان سعودي عربستان او متحده عرب امارات یواځیني هیوادونه ول چې له طالبانو سره یې سیاسې اړیکې درلودلې او په رسمیت یې پیژندلې و . اما له یادو هیوادو پرته طالبانو له نړیوالو سره په رسمې بڼه اړیکې نه درلودلي .
طالبان له پیله د نړیوالو تر څارنې لاندي ول او د نړیوال قانون په بنسټ نړیوالې ټولنې په دي پلمه په طالبانو هراړخیز بندیزونه ولږول چې د بشر نړیوال حقونه د میرمنو حقونه د بیان عقیدې او مذهب ازادې یې تر پښو لاندې کړي او هیڅ ډول نړیوالو نورمونو او بنسټونو ته درناوي نه لري که څه هم طالبانو دا بندیزونه وزغمل او خپل موقف یې پرینښود خو حالات هغه وخت نور هم ترینګلې او د ګاونډیانو او نړیوالې ټولنې اندیښنې یې راوپارولې چې طالبانو خپل حاکمیت لاندې سیمو کښې باندینیو جنګیالیو یا ددوۍ په اند نړیوال ټریریزم ته پناه ورکړه په دي سره د نړیوالو غوږونه لا څک شول او طالبان د ټولو د پام وړ وګرځیدل .
دا هر څّه همداسې بې ځوابه او بې له خبرو اترو پاتې و چې په متحده ایالاتو کښې په نړیوال تجارتې مرکز د دفاع په وزارت او مسافر وړونکو الوتکو بریدونه تر سره شول چې د امریکا سخت غبرګونونه یې راوپارول او په افغانستان کې میشت د اسامه القاعده شبکه یې د بریدونو په پلانولو او طرحه کولو تورنه کړه امریکایانو طالبان په دې وغندل چې یادي شبکې ته یې پناه او د خوندیتوب ځایونه ورکړي چې خبره اوږده نه شې تر دې چې امریکایانو د ناټو په ملتیا په همدې پلمه د طالبانو رژیم نسکور کړ.
ایا طالبانو نه شواې کولاې چې نړیوالو او امریکایانو ته یې په یادو اندیښنو قناعت بخښوونکې ځوابونه ورکړي واي ستونزي یې د خبرو اترو له لارې حل کړي واي خپل دریځ یې نړیوالو ته روښانه کړي واي او د هغوۍ اندیښنې یې ځواب کړي واي ؟ ډیرې شنونکې او د چارو څیړونکې په دي اند دې چې د نړیوالو سره د طالبانو د اړیکو نه شتون او د هغوۍ په رسمیت نه پیژندل د دې لامل شول چې له طالبانو سره خبرې اترې ونه شې اما د ځینې طالبانو په اند چې مونږ خبرو او مذاکراتو ته چمتو و خو امریکایانو او نړیوالو نه غوښتل چې مذاکرات وکړي ځکه چې امریکا په افغانستان د حملې پښې ارادې او کلک هوډ درلود د هر اړخ خپل استدلالات پخپل ځاي.
د طالبانو رژیم نسکور شو د نړۍ په هر ګوټ کښې د طالبانو نیول وژل ټکول زندانې کول پیل شول طالبانو ته د پښې ایږدلو ځاي پاتې نه شو همدا و چې پاتې شونې طالبانو په مقاومت لاس پورې کړ نن هم دا مقاومت دوام لري او ورځ تر بلې پیچلي کیږي که څه هم په دي وروستیو کښې د ولسمشر له لورې په ځلونو ځلونو طالبانو ته د مذاکراتو بلنه ورکړل شوه او ولسمشر کرزي اعلان وکړ چې طالبان دي ادرس وښایې مونږ خبرو او مذاکراتو ته هملته چې دوۍ یې ښایې ورځو او له طالبانو سره خبرې اترې کوو ولسمشر ملا محمد عمر او طالبان خپل وروڼه وګڼل او له هغوۍ وغوښتل چې تشدد ته د پاي ټکې کیږدي دا بیله خبره ده چې جمهورریس کرزي تر کومه بریده په خپلو دغه څرګندونو کې ریښتینې دي او که هسې تش شعارونه ول چې زمزمه کیدل د طالبانو له لورې د جمهورریس کرزې دغې بلنو ته لبیک ونه ویل شو اونه یې هم خبرو اترو ته غاړه کیښوده بلکې برعکس د کرزي اداره یې یوه ګوډاګۍ اداره وبلله او له هغوۍ سره یې خبرې بي ګتې وبللي .
سیاسې چاروکارپوهانو او ډیري افغانانو د طالبانو په دریځ سختې نیوکې وکړي او طالبان یې سولې ته لیوال ونه ګڼل حتي ځینې کړیو کې داسي ګونګوسي خپاره شول چي طالبان خپلواک موقف او دریځ نه درلودونکې دي او هر څه د نورو په خوښه او اشارو تر سره کوي. طالبانو باندي په پراخه پیمانه اعتراضونه کیدل چې د منطق مذاکراتو فلسفه یې کمزوري او نسبت خبرو اترو ته د تشدد لاره غوره ګنې او طالبان حتي یوه داسې سیاسې اجنډا او ستراتیژې نه لري چې له هغو هیوادو سره اړیکې ونیسې او په اعتماد کې یې واخلې چې تر دې دمه لا له امریکا سره په سړه جګړه کې ښکیل دي تر څو د هغوۍ مالې سیاسې او معنوي لاسنیوې ترلاسه کړي .
اما په دي وروستیو کې د طالبانو ځینې کړنو او اقداماتو د خلکو اندونه او فکرونه د طالبانو په اړه بدل کړل او طالبان یې سیاسې ویښتابه پر لور رهې کړل په ایران کې د اسلامې امت د علماءو په کنفرانس کې د طالب استازو ګډون او په قطر کې د نړیوالو سره د افهام او تفهیم او د متحده ایالاتو سره د خبرو اترو لپاره د سیاسې دفتر پرانستل د کابل د ادارې پر مخ یوه کلکه څپیړه او د طالبانو یوه لویه لاسته راوړنه وه چې په نړیواله کچه یې خپل غښتلې موجودیت ثابت کړ .
طالبان باید نړۍ ته نور هم ځان نژدې کړي او همدا ډول خپل سیاسې دفتر یواځې د امریکایانو سره د خبرو اترو تر بریده محدود ونه ساتي همدارنګه طالبان باید ګاونډي هیوادونه په اعتماد کې واخلې او هغوۍ قانع کړي چې طالبان د هیڅ ګاونډې هیواد لپاره خطره نه ده او غواړي چې د خپلو ګاونډیو سره په سوله او امنیت کې اووسې څه موده وړاندې رسنیو راپورونه خپاره کړل چې د ۲۰۱۴ کال تر پایه چې ناټو ځواکونه له افغانستانه وځې روسیه غواړې چې د افغانستان او تاجکستان اود افغانستان دنورو شمالي ګاونډیو هیوادو په سرحدې پوله خپل ځواکونه ځاي پر ځاي کړي تر څو د طالبانو له لوري متوجې امنیتې خطرونو ته مناسب ځواب ووایې طالبان د یو ستر سیاسې ځواک په توګه باید چین او روسیه همدا ډول نور ګاونډې هیوادونه ډادمن کړي چې طالبان هیچا ته دا اجازه نه ورکوي تر څو د ګاونډیو هیوادو امنیت په خطر کې واچوي همدا ډول باید دچیچنیا ازبکستان قفقاز د جنګیالیو د موجودیت په اړه د روس اندیښنې ځواب کړي .
د طالبانو وروستیو سیاسې پرمختګونو دډیرو دولت پلوه او طالب ضد کړیو دریځونه نرم کړي او لوړپوړي دولتې چارواکې یې په اندیښنه کې اچولي ولسمشر کرزي چې د شمال د جنګسالارې او خونخواري ډلې په محاصره کې دي او د هغوۍ غوښتنو ته ډیر زر تسلیمیږي دهغوۍ په لمسون یې د طالبانو سیاسې دفتر یوه دسیسه بللې او د هغۍ مخالفت یې کړي دجمهورریس په وينا خبري اتري باید د افغان دولت او د سولي د عالي شوری په موجودیت کې تر سره شې اما د کرزي مخالفت د طالبانو سیاسې دفتر مشروعیت ته هیڅ ډول تاوان نشي رسولاي ځکه چي مخالف اړخ خو به خامخا خنډونه ځیږوي له دي سره سره طالبان باید له ولس سره هم په تماس کې اووسې او د هغوۍ ملاتړ خپل کړي تر څو ولس د کرزي د اداري په هغه خبرو ونه غولیږي چي غواړي د سولې خبري سبوتاژ کړي . د طالبانو دا ډول سیاسې ویښتیا او نړیوالو سره اړیکې رغول د طالبانو بې ساري لاس ته راوړني دي چي طالبان یي د نړۍ په کچه یو نه ماتیدونکې ځواک معرفي کړ.
یادونه: دا لیکنه په وحدت ورځپاڼه کې هم خپره شویده