تاند، شنبه، د دلوې ۲۶مه: طالبانو د دلوې د ۲۶مې با له افغانستانه د شوروي ځواکونو د وتلو د ورځې په مناسبت اعلامیه کې ویلي، اوسنۍ ناخوالې د همغه وخت زیږنده ده خو دوی به پرینږدي چې زړې تېروتنې بیا تکرار شي.

طالبانو ویلي، د شوروي له وتلو ۳۱ کاله وروسته په هيواد کې روانې ناخوالې او ناخوښه جريانات، له هماغې کمونيستي بدمرغه پديدې سره مخامخ تړاو لري.

طالبانو امریکا او ناټو ته هم ویلي، چې دوی باید د شوروي اتحاد له ماتې عبرت واخلي او له افغانستان څخه ووځي.

طالبانو ډاډ ورکړی، چې دا ځل به تېرې تېروتنې چې د پخوانیو مجاهدینو له لوري وشوې، نه تکرارېږي.

دا په داسې حال کې ده چې امریکا له طالبانو سره یوې هوکړې ته د نږدې کېدو خبر ورکړی دی، خو ګڼ لوري لا هم د طالبانو په اراده شک لري چې واک ته د بیرته رسیدو د هڅې په ترڅ کې به یې کورنۍ جګړه بیا پیل شي.

د شوروي اتحاد ماتې:

له نن څخه کابو یو څلوېښت کاله مخکې د پخواني شوروي سرو لښکرو پر افغانستان یرغل وکړ، او کابو لس کاله یې افغانستان کې جګړه وکړه.

د پخواني شوروي سرو لښکرو پر وړاندې کابو ټول افغانستان وسله پورته کړه، او له خپلې خاورې یې دفاع وکړه، چې دغه لړ کې ډېر شمېر افغانان ووژل شول، ټپیان شول، ښځې کونډې شوې او یو شمېر افغانان له هېواد څخه بهر هېوادونو ته ولاړل.

سرو لښکرو تر لس کاله جګړې وروسته د ۱۳۶۷ کال د سلواغې په ۲۶ مه ڼېټه اړه شوه چې په بشپړه توکه افغانستان پرېږدي، دا ورځ هر کال افغانستان کې نمانځل کېږي، او په دې ورځ ټول هېواد کې عمومي رخصتي وي.

نن شنبه د ۱۳۹۸ کال د سلواغې میاشې ۲۶ مه نېټه له افغاستان څخه د سرو لښکرو د وتلو ۳۱ مه کلیزه ده

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *