امنیتي ځواکونه د ښار په مهمو واټونو، چوکونو کې ځای پر ځای شوي دي

تاند- د غزني ښاریانو نن /سې شنبه/ سهار رسنیو ته وویل چې طالبان د ښار تقریباً له ټولو برخو وتلي خو ګڼو دولتي ودانیو ته یې اور اچولی دی.

دوی وايي چې اوس له ښاره دباندې په اسفندې، نوغي او همداراز د خوږیاڼي ولسوالي په شاوخوا کې جګړه روانه ده.

ځینې شاهدان وايي چې روغتون ته د ۱۰۰ تنو مړي او شاوخوا ۱۵۰ ټپیان وړل شوي دي.

اکثره خلک په روغتون کې د درملو او ځای د کمښت شکایت کوي.

امنیتي چارواکي هم د غزني ښار په جګړو کې د ۱۰۰ پولیسو وژل کېدا تاییدوي. د ملي اردو د ځواکونو د تلفاتو په اړه تراوسه کره معلومات نشته خو د ۵۰ کومانډو له بې درکه شوې قطعې څخه ۳۵ ژوندي دایکنډي ولایت ته رسېدلي دي.

افغان امنیتي چارواکي د طالبانو تلفات تر دې خورا ډېر یادوي او وايي چې اکثره پاکستانیانیان، چیچنیایان او نور بهرنیان دي.

پرون غزني ته ۱۰۰۰ تنه نور ځواکونه واستول شول.

ځواب دلته پرېږدئ