تاند، دوشنبه، د حوت ۱۸مه: طالبان وايي د افغانستان له حکومت سره په روانه اوونۍ کې له مهالویش سره سم خبرې نه شي کېدلی ځکه چې په وینا یې د ولسمشرۍ لپاره د دوه سیالانو لخوا د موازي مراسمو ترسره کولو پلان نیول شوی دی.
د فبرورۍ په ۲۹ مه د طالبانو او امریکا له تړون وروسته په پام کې وه چې بین الافغاني مذاکرات د حوت په ۲۰ مه پیل شي او ولسمشر غني هم د ملي شورا د پرانستې مراسمو کې د حوت په شلمه د دولتي مذاکراتي پلاوي د اعلان ژمنه وکړه.
خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي ، هغه فکر نه کوي چې د کابل چارواکي به د بندیانو تبادله په خپل وخت سره سرته ورسوي ځکه چې په ولسمشریزو ټاکنو کې د ولسمشر اشرف غني او د هغه د سیال عبد الله عبد الله ترمنځ اختلافات موجود دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رویټرز ته ویلي، طالبان غواړي کابل د تحلیف دوه ځایه مراسمو پر ځای افغاني په خبرو اترو تمرکز وکړي: ((موږ له هغوی څخه غواړو چې داخلي اختلافات پریږدي، د لوړې دوه مراسم دې وځنډوي او د سولې لپاره دې کار وکړي.))
مجاهد وویل چې د افغانستان حکومت لخوا د ۵ زره طالب بندیانو د خوشې کیدو لپاره هیڅ عملي ګامونه نه دي پورته شوي.
دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو ناکام نوماند د ځان د ولسمشر اعلانولو وروسته نن د لوړې مراسم له منتخب ولسمشر اشرف غني له مراسمو سره یو مهاله نیولي دي.
بلخوا د ولسمشرغني فرهنګي سلاکار شاه حسین مرتضوي پر خپل ټویټر لیکلي، دوی د ولسمشر غني د لوړې مراسمو ته د څلور زره شا او خوا کې مېلمانه دعوت کړي او د ځنډېدو ګنګوسې یې بې ځایه دي.