تاند- د غزني ولایت چارواکي وايي چې وسله وال طالبان د ولسي جرګې د یوې غړې فریبا احمدي کاکړ د خلاصون په بدل کې د خپلو څلورو ملګرو د خوشي کېدو غوښتنه کوي.
وسله والو طالبانو په پیل کې د فریبا احمدي کاکړ د خوشي کېدو په وړاندې د پیسو غوښتنه کړې وه.
مېرمن احمدي دوې ورځې وړاندې د کابل – کندهار په لویه لار کې د غزني ولایت د «اسفنددې» په سیمه کې له خپلو ولادونو او موټرچلوونکي سره یرغمل شوه.
وروسته د قومي مشرانو په هڅو د مېرمن احمدي دوې لوڼې او یو زوی له موټر چلوونکي سره یوځای خوشي شول.
خوشي شویو کسانو وویل چې برمته ګر پیسې غواړي. د غزني ولایتي چارواکي وايي، یرغمل نیوونکي، چې په پیل کې یې پیسې غوښتې اوس د څلورو طالبانو د خلاصون غوښتنه کوي.
خو قومي مشران وايي چې برمته ګرو د پیسو غوښتنه نه ده کړې بلکې هغوی د افغانستان د دولت په محبسونو کې د څلورو طالب بندیانو د خوشي کېدو غوښتونکي دي.
د غزني ولایتي چارواکي وايي، یرغمل نیوونکي د پرېکړې صلاحیت نه لري، هغوی پر له پسې له کوټې سره په تماس کې دي، هر څه چې له کوټې څخه ورته ویل کېږي هماغه وايي.
کوټه د طالبانو د تحریک د مشرتابه شورا مرکز ده. افغانان او لوېدیځوال وايي، د دې شورا د مشر ملا عمر په شمول د مشرتابه ټول غړي په کوټه کې اوسي ځکه د طالبانو قیادي شورا د کوټې شورا بلل کېږي.
طالبانو تراوسه پوري رسماً نه دي ویلي چې مېرمن احمدي د دوی کسانو برمته کړې ده.