د طالبانو د قطر دفتر

تاند- یوه دیپلومات او د طالبانو یوه غړي وویل چې طالبان د بیرغ او د اسلامي امارت د لوحې پر سر د قطر دفتر لږترلږه موقتاً بندوي.

د طالبانو د دوحې دفتر شاوخوا یوه میاشت دمخه پرانستل شو څو د سولې د خبرو لار اواره شي خو طالبانو د دفتر له پرانستلو سره سم پر هغه د یوه خپلواک دولت په شان د افغانستان د اسلامي امارت لوحه او د افغانستان له اوسني ملي بیرغ جلا د سپین بیرغ ولګاوه چې د افغانستان د حکومت عکس العمل یې وپاراوه. دې مسلې له امریکا او پاکستان سره د افغانستان د حکومت اختلاف ته لمن ووهله.

د سي این بي سي تلویزیون د راپور له مخې دواړو مقاماتو (دیپلومات او طالب استازي)، چې د قطر د سولې د خبرو په اړه یې مالومات لرل، د سې شنبې په ورځ وویل: طالبان له دفتره موقتاً وتلي دي.

دوی د موضوع د حساسیت له کبله نه غوښتل چې نومونه یې څرګند شي.

د جون په نیمايي کې د طالبانو د دفتر له پرانستلو وروسته د افغانستان ولسمشر او د امریکا حکومت د طالبانو له خوا پر دفتر د اسلامي امارت د لوحې پر ځړولو اعتراض وکړ. دواړو وویل چې طالبانو د لومړنۍ موافقې خلاف پر دفتر د اسلامي امارت لوحه ځړولې ده.

د افغانستان او امریکا په نظر باید د طالبانو دفتر یا د طالبانو سیاسي دفتر او یا هم د طالبانو د اسلامي تحریک سیاسي دفتر ونومول شي چې د یوه خپلواک دولت نمایندګي نه کوي.

6 thoughts on “طالبان د قطر له دفتره موقتاً وتلي دي”
  1. د خوا شينۍ خبر د چي طالبان د قطر له دفتر څ خه وتي،
    ځ ما په نظر طالب چار واکي نه غوا ړي چې دافغانستان ستونزه دخبرو له لاری حل او دا افغان مظلوو او بیکسه ملت د ظلم تيری او دجنګ دي وحشت تيارو خلاس او خپل دعزت او سوکاله ژوند تير کړی،خبره که دسولې وی دوي بايد د افغانستان په غرونو کی هم دا پيل کړي وي او دوي که د خپل جنګ ۵۰ سلنه هلي ځلي د سولي د پاره کړي وی نو د افغان ملت دا ستونزه به وختی حل سوي وه۰ طالب چارواکي په سپين بيرغ خوابدي دی سوله سپين بيرغ نه سي راوستی، سوله که په بیرغونو راتلیسوی افغانستان ته ډیر سپين تور او شنه بيرغونه را غلل په ۹۲ کی خو رباني دا بيرغ بدل هم کړ خو بيا هم سوله را نغله ‘سولی ته بايد په زړه کی هيله او ارزو ولري او عملی ګ امونه واخيستل سی او دسولي لاري چاري ولټول سی،او په اخر کی به زه هم دا ولیکم::: دسولی او سوکالت افغانستان په هيله

  2. دفتر هغه دفتر خوند کوی سی څوک کار پکی وکی نه هغه دفتر سی ټوله ورزخلا س وی دسلام سړی یی هم مخی تنه ورزی دفتر دکارځی دی بایدکارپکی وسی
    دچی طالبانو دفتر خلاس کړی کرزی لالاهم پرشاسو امریکایان نو هم دوام څخه لکی ښورول قطریا نو دامریکایانو نمايندګی کوله
    دطالبانو داسلامی امارت بیرغ اولوحه یی راکوظه کړل څکه طالبان ددفتر تړلوته مجبورسول
    اوس تا سو قضاوت وکړی سی دافغانستان دصلحی خبری له چالخوادرول شوی دی اوپه افغانستان کښی څوک سله غواړی

  3. Muhtaram karzai sahib! Aya taso reshtya solha ghoshtala aw kana de makare shaze ghande de hase pa televession ke oshke toya wali aw de hagho plarono aw maindo pa stargo ke de khawre toyawali che khpal khwaga bachyan ye sta de bahadarano la lasa warkarri wo. aya spin bairagh sta de kase ashar gari deer wera wali wo aw qemat ye de solhe sakha zyat wo che na de ghoshtal che de solhe de pake kaleme aw de mazlom melat pa sherazai ke mrasta wakrri. ka na taso pakhpala bozdelai ke khpala baqa winai, aw de ashar garo pa ishara hagha sa kawe che doe darta waye, kho! poh sha ka sta ashargaro dostan pezandai no de nangarhar pokhanai wali ba os sta de ashar garo ghonde de che de tool afghanistan da3wa kawi aw zanta qahramanan waye oss ham zwandai wai.kho mutasifana ta melat preshod aw de qaramanano taraf de la sanga che newalai hamghse teng karr, kho goro ba che anjam ye sanga tamamege.

  4. اصلا کرزی لالا سوله نه غواړی . دده چاپیروال سوله نه غواړی ځکه که سوله راشی نودوی به محکمه شی ددی لپاره دوی وای مونږبه غروته وخیژو.دوی اوبه خړوی دپردوپه اشاره او ماهیان په کی نیسی.

  5. سگشویان، تولسیان، ترجمانان، دالر خوران، دمان او د غرب غلامان او کنیزان صلح نه غواری؟

  6. خبره داسی ده چی طالبان نه غواړی چی په دی هیواد کی سوله راشی، هغوی بیا هم د طالبی نظام د راوستلو په فکر او سوچ کی دی لکه امربالمعروف چی به په خلکو دویم ځل او بی اودسه لمونځ کول دوی بیا هم په همغو خوبونو کی دی زه کله هم د داسی دیموکراسی چی اوس د کرزی په دولت کی دی موافقه نه یم خو د طالبانو له هغه نظام سره هم موافق نه یم چی مخکی وو او ددی سره هم موافق نه یم چی طالب دی په یوازی حکومت وکړی، هو خالص افغان طالب دی له نورو بهرنی طالبانو څخه بلکل جدا شی او که د قلم خاوند وی او استعداد یی ولری مهربانی دی وکړی راشی افغانستان کی د خپل سیاسی مبارزه پیل کړی داسی سیاسی مبارزه چی د ټولو افغانانو زړونه لاسته راوړی بیا دی له انتخاباتو او رایو له لاری دی یو ښایسته حکومت جوړ کړی، هر کار په خدمت سره کیږی چی خلکو او هیواد د آبادی لپاره وشی نه د خلکو په زجر ورکولو او ورانکاریو نو زه وایم چی طالب جانه د واکداری خوب له سر نه دی وباسه راشه سم دم لکه نورو افغانانو ژوند شروع کړه خوښه دی چی سیاسی مبارزه کوی او که بل کار خو له دی ورانکاریو لاس واخله او د غلامی پړی له غاړی دی خلاص کړه. والسلام

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *