تاند، دوشنبه، د دلوې ۲۸مه: په قطر کې د طالبانو د مرکچي پلاوي یو غړی په لومړي ځل د امریکا او طالبانو د تړون له نهايي کېدا او د تړون د لاسلیک، مراسمو، بندیانو خوشي کولو او وروستیو ګامونو په اړه له رسنیو سره غږېدلی دی.

مولوي سلام حنفي له یوې طالب ویبپاڼې سره په تازه مرکه کې ویلي، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د تاوتریخوالي کمولو او د تړون لاسلیک لپاره د مناسبې فضاء رامنځته کولو لړۍ به را روانه اونۍ پيل او د میاشتې په وروستیو کې به دا تړون لاسلیک شي.

مولوي حنفي د توافقنامې د لاسلیک تر مخه د تاوتریخوالي د کمښت په اړه وویل چې د لاسلیک د مراسمو تر مخه به مناسبه فضا را منځته کیږي، چې تر بین الافغاني مذاکراتو مخکې به طالبان د حکومت او امنیتي ځواکونو اړوند زر تنه بندیان خوشي کوي او په مقابل کې به یې امریکایان او د کابل حکومت پنځه زره طالب بندیان را خوشي کوي.

ښاغلي مولوي عبدالسلام حنفي په قطر کې د نن ټکی اسیا ویب پاڼې سره په ځانګړې مرکه کې ویلي چې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ ترسره شوې توافقنامه به د رواني فبروري میاشتې تر پایه لاسلیک شي: (( د تړون د لاسلیک مراسم به په دوحه کې تر سره کیږي او ټاکل شوې ده، چې د شاهدانو په ډول به د افغانستان د ګاونډيو هیوادونو، په  افغان سوله کې د ښکېلو هېوادونو، نړیوالو سازمانونه، په ملګرو ملتونو کې د امنیت شورا غړي هېوادونه، اسلامي کانفراس، اروپايي اتحادیه او ځیني نور هیوادونه هم ګډون کوي.))

د نړیوالو رسنیو د راپورونو سره سم د طالبانو او امریکایانو د توافق پر اساس به د رواني میلادي میاشتې د فروري د ۲۲مې نیټې څخه د تاوتریخوالي د کمښت موده پيلیږي او پر ۲۹مه نیټه به توافقنامه لاسلیکیږي، چې له هغه وروسته به د بندیانو تبادله او بین الافغاني مذاکراتو ته لاره هواریږي.

په داسې حال کې چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون د لاسلیک خبرې تودې دي، خو افغان حکومت لا هم نه دی توانېدلی چې د سولې د بین الافغاني مذاکراتو لپاره له خپل لورې غوره شوی ټيم وټاکي.

One thought on “طالبان: د مناسبې فضا لپاره موږ د حکومت زر تنه او حکومت زموږ ۵ زره بندیان خوشې کوي”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *